ساؤل د داؤد د وژلو اراده کوى
يوناتن يو ځل خپل پلار آرام کړ، او دا تر راتلونکې نېزې پورې دوام وکړ. ميکال داؤد له کړکۍ ښکته کړ او د وخت ګټلو لپاره يې يو بت د هغه په بستر کې کېښود. زموږ د پلار روح به بيا بيا د ساؤل پر استازو راغی او د نيولو پر ځای به يې نبوت کاوه، او بيا ساؤل هم همداسې وکړل.
19 1ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو نوکرانو ته د داؤد د وژلو په حقله ووئيل. خو د ساؤل زوئ يونتن په داؤد باندې ډېر خوشحاله وو. 2يونتن داؤد ته ووئيل چې، ”زما پلار ساؤل غواړى چې تا ووژنى، نو سحر محتاط اوسه، پټ اوسه او د چا نظر کښې مۀ راځه. 3زۀ به ووځم او هغه ميدان کښې چې تۀ يې، خپل پلار سره به ودرېږم او ستا په حقله به له خپل پلار سره خبرې وکړم، بيا به چې هر څۀ معلوم کړم درته به ووايم.“
4يونتن خپل پلار ساؤل ته د داؤد نيکى وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”بادشاه دې خپل نوکر داؤد باندې ګناه ونۀ کړى، ځکه چې هغۀ په تا ګناه نۀ ده کړې. بلکې د هغۀ کارونه ستا دپاره ډېر ښۀ وُو. 5هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او فلستى يې ووژلو او زمونږ پلار ټول اِسرائيل ته لوئى فتح ورکړه. تا دا وليدل او خوشحاله شوې. نو ولې به تۀ په بېګناه وينه باندې ګناه کوې او بېسببه داؤد وژنې؟“
6ساؤل د يونتن خبره واورېده او قسم يې وخوړو چې، ”د زمونږ پلار په ژوند قسم دے، داؤد به ونۀ وژلے شى.“
7يونتن داؤد راوغوښتو او دا ټول يې ورته ووئيل، بيا يې داؤد ساؤل ته راوستو او داؤد د مخکښې په شان د هغۀ خدمت کولو.
8بيا جنګ شروع شو. داؤد ووتلو، د فلستيانو سره يې جنګ وکړو او سخت وار يې پرې وکړو او هغوئ د هغۀ د مخه وتښتېدل.
9خو د زمونږ پلار له طرفه يو بد روح په ساؤل باندې راغلو، کله چې هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد ساز غږولو. 10ساؤل وکوشش وکړو چې داؤد په خپله نېزه سره ديوال پورې ونښلوى، خو داؤد ځان وژغورلو او نېزه په ديوال ولګېده. داؤد وتښتېدو او هغه شپه خلاص شو. 11ساؤل خلق ولېږل چې د داؤد کور څارى او په سحر هغه ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغه ته خبردارے ورکړو چې، ”کۀ تۀ دا شپه ونۀ تښتې، نو سحر به مړ شوے يې.“ 12نو ميکل داؤد د يوې کړکۍ نه راکوز کړو او هغه وتښتېدو او خلاص شو. 13بيا ميکل د کور بُت واخستو او په کټ باندې يې پروت کړو او د وزې د وړيو بړستن يې د هغۀ د سر خوا کښيښوه او په کپړه يې پټ کړو. 14کله چې ساؤل قاصدان ولېږل چې داؤد ونيسى، ميکل ووئيل چې، ”هغه ناجوړه دے.“
15نو ساؤل قاصدان بيا ولېږل چې داؤد وګورى او ورته يې ووئيل چې، ”هغه په کټ کښې ما ته راولئ چې هغه ووژنم.“ 16کله چې قاصدان ننوتل، نو د کور بُت په کټ باندې پروت وو او د وزې د وړيو بړستن د هغۀ د سر خوا وه.
17ساؤل ميکل ته ووئيل چې، ”تا ولې زۀ داسې دوکه کړم او زما دُښمن دې وتښتولو؟“ ميکل ساؤل ته ووئيل چې، ”هغۀ ما ته ووئيل، ’پرېږده چې لاړ شم، ولې دې زۀ ووژنم؟‘“
18داؤد وتښتېدو او خلاص شو او رامه ته سموئيل له راغلو او هر څۀ يې ورته ووئيل چې ساؤل څۀ ورسره کړى وُو. بيا هغه او سموئيل لاړل او په نيوت کښې اوسېدل. 19ساؤل ته ووئيل شول چې، ”داؤد په رامه کښې په نيوت کښې دے.“ 20ساؤل قاصدان ولېږل چې داؤد ونيسى. خو کله چې هغوئ د نبيانو ډله وليده چې نبوت يې کولو او سموئيل د هغوئ د مشر په شان ولاړ وو، نو د زمونږ پلار روح د ساؤل په قاصدانو باندې راغلو او هغوئ هم نبوت وکړو. 21ساؤل ته خبر ورکړے شو، نو هغۀ نور قاصدان ولېږل او هغوئ هم نبوت وکړو. ساؤل بيا دريم ځل قاصدان ولېږل او هغوئ هم نبوت وکړو. 22آخر ساؤل پخپله رامه ته لاړو او د سيکو هغه لوئ کُوهى ته ورسېدو. تپوس يې وکړو چې، ”سموئيل او داؤد چرته دى؟“ چا ووئيل چې، ”په رامه کښې په نيوت کښې دى.“
23هغه د رامه نيوت ته لاړو، خو د زمونږ پلار روح په هغۀ باندې هم راغلو او هغه روان شو او نبوت يې کولو، ترڅو چې د رامه نيوت ته ورسېدو. 24هغۀ هم خپلې جامې وکښلې او د سموئيل په مخکښې يې نبوت وکړو او ټوله هغه ورځ او شپه بربنډ پروت وو. نو ځکه خلق وائى چې، ”آيا ساؤل هم په نبيانو کښې شامل دے؟“