چاپ شوی
کتاب

زما خپل ملګرى زما سره بې‌وفائى وکړه

د موسيقۍ د مشر دپاره: د تار والو سازونو سره. د داؤد د حِکمت زبور.

وېره او لړزه؛ د زبور لیکونکی ارمان کوي چې د کوترې وزرونه یې درلودای چې دښتې ته والوزي. تر ټولو سخت درد هغه تاوتریخوالی نه دی چې ښار یې ډک کړی، بلکې هغه سیال دی، هغه نږدې ملګری چې ورسره زموږ د پلار کور ته تلو او وفا یې ماته کړه.

څپرکی 55.

اے زما پلاره، زما دُعا واوره، او د رحم د زارۍ نه مې ځان مۀ پټوه. ما ته غور وکړه او ما ته جواب راکړه؛ زۀ په خپل شکايت کښې بې‌قراره يم، او آه بکاه کوم، د دشمن د آواز په سبب، د بدکار د ظلم په سبب. ځکه چې هغوئ پر ما باندې مصيبت راولى، او په غصه کښې زما سره کينه ساتى. زما زړۀ زما په اندر کښې خوزيږى؛ د مرګ وېرې پر ما باندې راغلې دى. وېره او رپېدل پر ما باندې راغلل، او هيبت پر ما باندې غالب شو. او ما ووئيل، ”کاش چې ما سره د کوترې په شان وزرونه وى! زۀ به والوزم او آرام به ومومم.

هو، زۀ به لرې لاړ شم؛ زۀ به په بيابان کښې پناه ونيسم. a a v7 سِلاه: د موسيقۍ يا د عبادت يوه اِصطلاح چې مطلب يې مالوم نۀ دے، ګمان دے چې د غور کولو دپاره يو ځنډ يا د موسيقۍ يوه وقفه وى. زۀ به خپل د پناه ځائ ته جلدى لاړ شم، د تُندو هوا او طوفان نه لرې.“ اے مالِکه پلاره، هغوئ راخطا کړه؛ د هغوئ خبرې جلا جلا کړه، ځکه چې زۀ په ښار کښې ظلم او جګړه وينم. ورځ او شپه هغوئ د هغه د ديوالونو په سر ګرځى؛ بدى او مصيبت د هغه په اندر کښې دى. تباهى د هغه په مينځ کښې ده؛ ظلم او دوکه د هغه کوڅې هيچرې نۀ پرېږدى. ځکه چې دا دشمن نۀ دے چې ما ته ملنډې وهى—هغه به مې زغملے وُو؛ دا هغه نۀ دے چې ما سره بُغض لرى چې پر ما باندې ځان لوئى کوى—د هغۀ نه به مې ځان پټولے وُو. خو دا تۀ يې، يو سړے زما د برابرۍ، زما ملګرے او زما نزدې دوست. مونږ چې يو بل سره مو خوږه يارى کوله، چې د خلقو سره مو د زمونږ پلار کور ته تلل. دې دې مرګ پر هغوئ باندې راشى؛ هغوئ دې ژوندى قبر ته کوز شى، ځکه چې بدى د هغوئ په کور کښې ده، تر هغوئ په مينځ کښې. خو زۀ به خپل پلار ته آواز وکړم، او زما پلار به ما خلاص کړى. مازيګر، سحر او غرمه زۀ چغې وهم او آه بکاه کوم، او هغه زما آواز اورى. هغۀ زما جان د هغې جګړې نه چې زما خلاف وه په سلامتۍ سره خلاص کړو، اګر چې ډېر زما خلاف ولاړ وُو.

زمونږ پلار به واورى او هغوئ به ذليل کړى—هغه چې د قديم زمانې نه پر تخت ناست دے. ځکه چې هغوئ هيچرې نۀ بدليږى، نو د زمونږ پلار نه وېره نۀ لرى. بې‌وفا سړى پر هغو باندې خپل لاسونه پورته کړل چې د هغۀ سره په سلامتۍ کښې وُو؛ هغۀ خپل لوظ مات کړو. د هغۀ خبرې د مکهن نه نرمې وې، خو جنګ د هغۀ په زړۀ کښې وو؛ د هغۀ لفظونه د تېلو نه نرم وُو، خو هغه راکشولى تورې وُو. خپل بار د زمونږ پلار په غاړه واچوه، او هغه به تا ساتى؛ هغه به هيچرې صادق نۀ پرېږدى چې ولړزيږى. خو تۀ، اے زما پلاره، به هغوئ د تباهۍ کندې ته کوز کړې؛ د وينې تويولو او دوکې خلق به د خپل عُمر نيمائى هم تېر نۀ کړى. خو زۀ به پر تا باندې توکل وکړم.