چاپ شوی
کتاب

د بابل د سيندونو په غاړه ژړا

جلاوطنان د بابل د ویالو تر څنګ خپل چنګونه ځوړوي، ځکه چې نیوونکي یې د کور یوه خوښه سندره غواړي. قسم خوري چې یروشلم به هېڅکله هېر نه کړي، او زبور د ادوم او بابل پر ضد په یوه سخت لعنت پای ته رسېږي چې هېڅکله یې نه نرموي.

څپرکی 137.

د بابل د سيندونو په غاړه، هلته مونږ کښېناستو او ژړا مو وکړه، کله چې زمونږ د صيون ياد راغلو. هلته مو په ولو باندې خپل ساز ځوړند کړل. ځکه چې هلته زمونږ قيديانو کوونکو زمونږ نه د سندرو مطالبه وکړه، او تنګوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ غوښتنه وکړه، چې وې وئيل، ”د صيون يوه سندره راته ووايئ!“

مونږ په پردى مُلک کښې د خپل پلار سندره څنګه ووايو؟ اے يروشلمه، کۀ زۀ تا هېر کړم، نو دې زما ښى لاس خپل هُنر هېر کړى. کۀ زۀ تا ياد نۀ کړم، کۀ زۀ يروشلم د خپلې لوئې خوشحالۍ نه پورته ونۀ ګڼم، نو دې زما ژبه زما د خولې په تالو پورې ونښلى.

اے زمونږ پلاره، د يروشلم د راپرځېدو ورځ د ادوميانو په خلاف ياد کړه، چې هغوئ څنګه ووئيل، ”وا يې چوئ! وا يې چوئ! تر خپلو بنيادونو پورې يې راپرځوئ!“ اے د بابل لورې، چې د تباهۍ دپاره ټاکلې شوې يې، مبارک دے هغه څوک چې تا ته هغه بدله درکړى څۀ چې تا مونږ سره کړى دى! مبارک دے هغه څوک چې ستا ماشومان واخلى او په تيږه باندې يې وولى! a a v9 عيسىٰ د اِنصاف دا چغه صليب ته يوړله، او دُعا يې وکړه، ”پلاره، دوئ معاف کړه“ — او خپلو خلقو ته يې ښوولو چې له خپلو دښمنانو سره مينه وکړئ. د جلاوطنو دا رښتينې غصه زمونږ پلار ته راوړلے شى، چې يواځې هغه ورته جواب ورکولے شى.