د داؤد په ټول زړۀ ثناء
د داؤد زبور.
داؤد له خپل پلار څخه مننه کوي چې په هغه ورځ یې ځواب ورکړ چې غږ یې وکړ او زړور یې کړ. په منځ کې کتنه یو غوره توب دی: که څه هم لوړ دی، ټیټو ته ګوري او مغرور له ځانه لرې ساتي. هغه څه چې په یوه ژوند کې پیلوي، بشپړوي یې.
138 1زۀ به په خپل ټول زړۀ ستا ثناء وايم؛ د بتانو په مخکښې به زۀ ستا ثناء سندره وايم. 2زۀ به ستا د پاک عبادت ګاه په طرف سجده وکړم او ستا نوم ته به د شکر ادا کوم، ستا د مينې او ستا د وفادارۍ دپاره، ځکه چې تا خپل کلام د خپل ټول نوم نه اوچت کړے دے. 3په کومه ورځ چې ما تا ته اواز وکړو، تا زما جواب راکړو؛ تا زۀ زړۀ ور کړم، زما په روح کښې دې طاقت واچولو.
4د زمکې ټول بادشاهان به ستا ثناء وايى، اے زما پلاره، ځکه چې هغوئ ستا د خولې خبرې اورېدلې دى. 5هغوئ به د زمونږ پلار د لارو سندرې وايى، ځکه چې د زمونږ پلار لوئى ډېره لويه ده. 6اګر چې زمونږ پلار اوچت دے، هغه په عاجزانو باندې نظر کوى، خو هغه مغرورو ته د لرې نه پېژنى.
7اګر چې زۀ د تکليف په مينځ کښې ګرځم، تۀ زما ژوند ساتې؛ تۀ زما د دښمنانو د غصې په خلاف خپل لاس غزوې، او ستا ښے لاس زۀ خلاصوى. 8زمونږ پلار به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى؛ ستا مينه، اے زما پلاره، تل دپاره قائمه ده. د خپلو لاسونو کار مۀ پرېږده.