چاپ شوی
کتاب

د هغۀ ابدى مينه، تل دپاره

هرې کرښې ته یو ورته تکرار ځواب ورکوي، شپږ ویشت ځله: زموږ د پلار وفاداره مینه تل پاتې ده. لړ له ستورو پیدا کولو، د سمندر تر چاودلو، او د هر ژوندي مخلوق تر خوړولو پورې ځي — لرغونی تاریخ او د نن ماښام ډوډۍ د یوه ثبوت په توګه وړاندې شوي.

څپرکی 136.

زمونږ پلار ته شکر ادا کړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے؛ ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. د ټولو پلارونو نه لوئ زمونږ پلار ته شکر ادا کړئ، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. د حاکمانو حاکم ته شکر ادا کړئ، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.

هغۀ ته چې يوازې هغه لوئې معجزې کوى، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. هغۀ ته چې آسمانونه يې په حکمت سره پېدا کړل، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. هغۀ ته چې زمکه يې د اوبو په سر خوره کړه، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. هغۀ ته چې لوئې رڼاوې يې جوړې کړې، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. نمر چې د ورځې واکمنى کوى، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. سپوږمۍ او ستوري چې د شپې واکمنى کوى، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.

هغۀ ته چې مصر يې د هغوئ د اول زېږيو په وسيله ووهلو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، او اِسرائيل يې د هغوئ د مينځ نه راوويستلو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، په زورور لاس او اوږد شوى بازو سره، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.

هغۀ ته چې سور سمندر يې څيرې کړو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، او اِسرائيل يې د هغۀ د مينځ نه تېر کړو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، خو فرعون او د هغۀ لښکر يې په سور سمندر کښې وغورزول، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.

هغۀ ته چې خپل قوم يې د بيابان نه تېر کړو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.

هغۀ ته چې لوئ بادشاهان يې ووهل، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، او زورور بادشاهان يې ووژل، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. سيحون د اموريانو بادشاه، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، او عوج د باشان بادشاه، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، او د هغوئ ملک يې د ميراث په توګه ورکړو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده. ميراث د هغۀ بنده اِسرائيل ته، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.

کله چې مونږ ذليل شوى وو، هغۀ مونږ ياد کړو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، او زمونږ د دښمنانو نه يې مونږ خلاص کړو، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده، هغه چې هر ژوندى مخلوق ته خوراک ورکوى، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.

د آسمان پلار ته شکر ادا کړئ، ځکه چې د هغۀ مينه ابدى ده.