چاپ شوی
کتاب

د زمرى په شان زړۀ‌ور

واک او پیسې یوځای. یاغي هېواد ډېر واکمنان لري، بدکار واکمن یو برید کوونکی یږ دی، او کله چې بدکاران راپورته شي خلک پټېږي. ګناهونه پټول ناکامېږي خو اعترافول یې رحم مومي، او د شتمن کېدو بیړه بیا بیا د هغه شي په توګه یادېږي چې سړی تباه کوي.

څپرکی 28.

بدکاران تښتى کله چې هيڅوک يې پسې نۀ وى، خو صادقان د زمرى په شان زړۀ‌ور وى. کله چې يو مُلک بغاوت کوى، نو ډېر حاکمان پرې راشى، خو د هوښيار او پوه سړى په وسيله هغه قائم پاتې شى. هغه غريب سړے چې په بې‌وسو ظلم کوى، د هغه سخت باران په شان دے چې هيڅ خوراک نۀ پرېږدى. هغه کسان چې شريعت پرېږدى د بدکارانو ستائينه کوى، خو هغه کسان چې شريعت ساتى د هغوئ خلاف مبارزه کوى. بد خلق انصاف نۀ پوهيږى، خو هغه کسان چې زمونږ پلار لټوى هغه پوره پوره پوهيږى. هغه غريب چې په ايماندارۍ ګرزى غوره دے، د هغه مالدار نه چې په خپلو لارو کښې کوږ وى. څوک چې شريعت ساتى هغه هوښيار زوئ دے، خو د حريصانو ملګرے خپل پلار شرموى. څوک چې خپله دولت په سود او په ناجائزه ګټه زياتوى، هغه يې د داسې چا دپاره راټولوى څوک چې په غريبانو مهربان وى. کۀ څوک د شريعت اورېدو نه انکار کوى، نو د هغۀ دُعا هم مکروه ده. څوک چې صادقان د بدۍ په لار باندې بې‌لارې کوى، هغه به په خپل کنده کښې ولوېږى، خو بې‌عيبه به د ښو شيانو وارث شى. مالدار سړے د خپلو سترګو په نظر هوښيار دے، خو هوښيار غريب هغه ښۀ پېژنى. کله چې صادقان بريالي شى، نو لويه خوشحالى وى، خو کله چې بدکاران پورته شى، نو خلق پټيږى. څوک چې خپل ګناهونه پټوى هغه به کامياب نۀ شى، خو څوک چې اقرار کوى او ترې اوړى هغه به رحم ومومى. برکت دے په هغه چا چې تل خُدائ‌ترس پاتې کيږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى هغه به په مصيبت کښې ولوېږى. د غورېدونکي زمرى يا حمله‌کوونکي ايږ په شان، په بې‌وسو خلقو باندې بدکاره حاکم دے. هغه حاکم چې عقل ترې کم وى هغه ظالم ستمګر دے، خو څوک چې ناجائزه ګټه بد ګڼى هغه به خپلې ورځې اوږدوى. هغه سړے چې د وينې تويولو په ګناه بوج شوے وى هغه به تر مرګه تښتېدونکے وى، هيڅوک دې د هغۀ ملاتړ ونۀ کړى. څوک چې په ايماندارۍ ګرزى هغه به محفوظ وساتلے شى، خو څوک چې په خپلو لارو کښې کوږ وى هغه به ناڅاپه ولوېږى. څوک چې په خپله زمکه کار کوى هغه به ډېره ډوډۍ ولرى، خو څوک چې د بې‌کارو شيانو پسې ګرزى هغه به ډېره غريبى ولرى. ايماندار سړے به په برکتونو مالامال وى، خو څوک چې د مالدار کېدو دپاره بيړه کوى هغه به بې‌سزا پاتې نۀ شى. طرفدارى ښودل ښۀ نۀ دى، خو سړے به د ډوډۍ د يوې ټوټې دپاره ناحقه کار کوى. کنجوس سړے د دولت پسې بيړه کوى او نۀ پوهيږى چې غريبى به پرې راشى. څوک چې يو سړے ملامتوى هغه به په آخر کښې زيات احسان ومومى، د هغه چا نه چې په خپله ژبه خوشامد کوى. څوک چې خپل پلار يا مور لوټوى او وائى چې، ”دا هيڅ ګناه نۀ ده،“ هغه د تباه‌کوونکي ملګرے دے. لالچي سړے جګړه راپاروى، خو څوک چې په زمونږ پلار باندې توکل کوى هغه به غنى شى. څوک چې په خپل زړۀ باندې توکل کوى هغه احمق دے، خو څوک چې په حکمت ګرزى هغه به محفوظ وساتلے شى. څوک چې غريبانو ته ورکوى هغه به په هيڅ شي کښې کمے نۀ لرى، خو څوک چې له هغوئ نه خپلې سترګې پټوى هغه به ډېرې لعنتونه ومومى. کله چې بدکاران پورته شى، نو خلق پټيږى، خو کله چې هغوئ هلاک شى، نو صادقان غوړيږى.