اليهو بيا خبرې کوى
الیهو استدلال کوي چې د انسان ګناه او د انسان نیکي خدای ته، چې تر ورېځو لوړ دی، هیڅ نه بدلوي؛ هغه پر نورو خلکو لګېږي. مظلومان چیغې وهي، خو هیڅوک نه پوښتي چې د دوی پیدا کوونکی چېرته دی، هغه چې د شپې سندرې ورکوي. نو ایوب بې له پوهې خبرې زیاتوي.
35 1بيا اليهو خپلې خبرې ته دوام ورکړو او ووئيل چې، 2”آيا تۀ دا په انصاف ګڼې؟ تۀ وائې چې، ’زما صداقت د خُدائ پاک د صداقت نه زيات دے.‘ 3ځکه چې تۀ پوښتنه کوې چې، ’دا تا ته څۀ فائده رسوى؟ کۀ زۀ ګناه ونۀ کړم نو څۀ ګټه راته رسيږى؟‘ 4زۀ به تا ته او تا سره ستا ملګرو ته جواب درکړم. 5آسمان ته پورته وګوره او وينه؛ هغه ورېځو ته ځير شه چې له تا نه اوچتې دى. 6کۀ تۀ ګناه کوې، نو د هغۀ خلاف څۀ ترسره کوې؟ او کۀ ستا بغاوتونه ډېر وى، نو هغۀ ته څۀ کوې؟ 7کۀ تۀ صادق يې، نو هغۀ ته څۀ ورکوې؟ يا هغه ستا د لاس نه څۀ اخلى؟ 8ستا بدى يوازې تا په شان يو سړے اغېزمنوى، او ستا صداقت يوازې يو بل اِنسان اغېزمنوى. 9خلق د ډېرو ظلمونو د بوج لاندې چغې وهى؛ هغوئ د زورورو د لاس خلاف د مدد دپاره فرياد کوى. 10خو هيڅوک نۀ وائى چې، ’زما پېدا کوونکے خُدائ پاک چرته دے، هغه چې په شپه کښې سندرې ورکوى، 11هغه چې مونږ ته د زمکې د ځناورو نه زيات ښوونه کوى او مونږ د آسمان د مرغانو نه زيات هوښيار ګرځوى؟‘ 12هلته هغوئ چغې وهى، خو هغه جواب نۀ ورکوى، د بدکارو د غرور په وجه. 13يقيناً خُدائ پاک بېفائدې فرياد ته غوږ نۀ ږدى؛ قادرِ مطلق ورته هيڅ پام نۀ کوى. 14نو هغه به څنګه جواب درکړى کله چې تۀ وائې چې تۀ هغه نۀ وينې— حالانکې ستا مقدمه د هغۀ په مخکښې ده او تۀ بايد د هغۀ انتظار وکړې. 15او اوس، ځکه چې د هغۀ غضب لا تر اوسه سزا نۀ ده ورکړې، او هغۀ د بېوقوفۍ ډېر لږ پام ساتلے دے. 16ايوب خپله خله په بېفائدې خبرو خلاصوى؛ هغه د علم نه بغير خبرې زياتوى.“