هغه بادشاه چې په صداقت سره حکومت کوى
هغه مشران چې خلکو ته په ستړې ځمکه کې د ګټ د سیوري په څېر پناه ورکوي، د هغه احمق پر وړاندې ودریږي چې د پلار په اړه دروغ وايي او د وږي سړي کاسه تشوي. بېغمه ښځې اوري چې فصل به ناکام شي. ماڼۍ تر هغه وخته تشه پاتې کیږي چې روح توی شي او شاړه ځمکه حاصلخېزه شي.
32 1ګورئ، يو بادشاه به په صداقت سره حکومت کوى، او حاکمان به په اِنصاف سره حکومت کوى. 2هر يو به د هوا نه د پناه ځائ په شان وى، د طوفان نه د پناه ځائ، په وچ ځائ کښې د اوبو د ويالو په شان، په ستړې زمکه کښې د لوئې تيږې د سيورى په شان. 3بيا به د هغه کسانو سترګې چې ويني، پټې نۀ وى، او د هغه کسانو غوږونه چې اوري، غوږ به ونيسى. 4د بېړنى ذهن به په علم پوه شى، او ګنګه ژبه به په تيزۍ او صفا خبرې وکړى. 5بيا به احمق ته شريف نۀ وئيلے شى، او نۀ به بدمعاش ته د عزت خاوند وئيلے شى. 6ځکه چې احمق بېعقلۍ خبرې کوى، او د هغۀ زړۀ د بدۍ منصوبه جوړوى: چې بېدينى وکړى، چې د زمونږ پلار په حقله دروغ ووائى، چې وږے تش لاس پرېږدى او تږے د اوبو نه محروم کړى. 7د بدمعاش وسلې بدې دى؛ هغه بد منصوبې جوړوى چې د دروغو په خبرو غريبان تباه کړى، کله چې حاجتمند هم په حقه خپله دعوىٰ کوى. 8خو شريف سړے د شرافت کارونه سوچ کوى، او په شريفو کارونو باندې هغه ولاړ وى.
پاڅئ، اے غافلو لُوڼو
9اے غافلو ښځو، پاڅئ او زما آواز واورئ؛ اے بېپروا لُوڼو، چې زۀ څۀ وايم هغه واورئ.
10”د يو کال نه لږ وروستو به تاسو ولړزئ، اے بېپروا ښځو، ځکه چې د انګورو فصل به ناکام شى، او د راټولولو هيڅ به نۀ وى. 11ولړزئ، اے غافلو؛ وکانپئ، اے بېپروا! ځانونه بربنډ کړئ او په خپلو ملاوو د ماتم جامې وتړئ. 12د ښايسته پټو دپاره په خپلو سينو وهئ، د مېوهدار تاک دپاره، 13د زما د قوم د زمکې دپاره، چرته چې اغزى او ازغى راټوکيږى؛ هو، د خوشحالۍ د ټولو کورونو دپاره په هغه ښاد ښار کښې. 14ځکه چې محل به پرېښودے شى، پُر رونق ښار به ويجاړ شى؛ غونډۍ او د څارنې بُرج به د تل دپاره بربنډ ځايونه شى، د ځنګلى خرو دپاره خوشحالى، د رمو دپاره څرځائ، 15ترڅو چې د زمونږ پلار روح د پاسه نه زمونږ باندې راتوئ شى، او بيابان مېوهدار پټے شى، او مېوهدار پټے د ځنګل په شان وګڼلے شى. 16بيا به اِنصاف په بيابان کښې اوسيږى، او صداقت به په مېوهدار پټى کښې قائم وى. 17د صداقت کار به سلامتى وى، او د صداقت نتيجه به سکون او د تل دپاره امن وى. 18زما قوم به په پُرسکونه کور کښې اوسيږى، په محفوظو مېنو کښې، په بېخلله آرامځايونو کښې. 19اګر چې ږلۍ ځنګل هوار کړى او ښار بالکل زمکه سره برابر شى، 20بختور ياست تاسو چې د ټولو اوبو غاړې ته تخم کرئ، چې خپل غوائ او خر آزاد پرېږدئ.“