چاپ شوی
کتاب

هغو ته افسوس چې په مصر باندې اعتماد کوى

د مصر آسونه غوښه دي، نه روح؛ په هغوی تکیه کول مرستندوی او مرسته شوی دواړه یوځای غورځوي. پلار هغه زمری دی چې د شپنو چیغې یې نشي تښتولی، او د هغو مرغانو په څېر دی چې د یروشلم پر سر وزرونه رپوي. اشور په داسې توره غورځي چې هیڅ سړي په لاس کې نه ده نیولې، او خلک خپل بتان لرې غورځوي.

څپرکی 31.

افسوس هغو کسانو ته چې د مدد دپاره مصر ته ښکته ځى، چې په آسونو تکيه کوى، چې په رتهونو اعتماد کوى ځکه چې هغه ډېر دى او په سوارانو ځکه چې هغوئ ډېر زورور دى — خو هغوئ د اِسرائيل پاک ذات، زمونږ پلار ته نۀ ګورى، او نۀ هغه لټوى. خو هغه هم عقلمند دے او آفت راولى؛ هغه خپل خبرې بيرته نۀ اخلى. هغه به د بدکارانو د کور په خلاف او د بدى کوونکو د مدد په خلاف راپاڅى. مصريان انسانان دى، نۀ خُدائ پاک؛ د هغوئ آسونه غوښه دى، نۀ روح. کله چې زمونږ پلار خپل لاس اوږد کړى، نو مدد کوونکے به وښوئيږى او هغه چې مدد ورته کيږى هغه به راپرزيږى، او دا ټول به يو ځائ ختم شى.

ځکه چې زمونږ پلار ما ته داسې وفرمائيل: لکه څنګه چې زمرے يا د زمرى بچے په خپل ښکار باندې غُريږى — او که څۀ هم د شپنو يوه ډله د هغۀ په خلاف راوبللے شى، نو هغه د هغوئ په چغو نۀ وېريږى او نۀ د هغوئ په شور ګډوډ کيږى — هم هغه شان به د آسمان د لښکرو پلار د کوه صيون او د هغۀ د لوړو دپاره جنګ کولو له راکوز شى. لکه څنګه چې مرغان په سر باندې الوزى، هم هغه شان به د آسمان د لښکرو پلار د يروشلم حفاظت وکړى؛ هغه به يې حفاظت او خلاصى وکړى، هغه به پرې تېر شى او بچ به يې کړى.

هغۀ ته راوګرځئ، چې د اِسرائيل قوم ترې دومره ژور مخ اړولے دے. ځکه چې په هغه ورځ به هر څوک د خپلو د سپينو زرو بتان او د سرو زرو بتان رد کړى، کوم چې ستاسو خپلو لاسونو په ګناه سره ستاسو دپاره جوړ کړى دى.

بيا به اسوريه د داسې تُوره په وسيله راپرزى چې د انسان نۀ ده، او داسې تُوره چې د بنى آدم نۀ ده هغه به تباه کړى. هغه به د تُوره نه مخکښې وتښتى، او د هغۀ ځوانان به په جبرى مزدورۍ ونيولے شى. د هغۀ قلعه به د وېرې نه راوپرزى، او د هغۀ سردران به د جنګ د جهنډا نه په ګډوډۍ سره وتښتى، زمونږ پلار فرمائى، چې د هغۀ اور په صيون کښې دے او د هغۀ تنور په يروشلم کښې دے.