چاپ شوی

دوېم تيموتيوس 1 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

پولوس تيموتيُس ته ليک ليکى

د پولوس آخري خط، چې د مرګ سره نږدې يې وليکلو، چې مشال تيموتاؤس ته سپاري او هغه ته حکم ورکوي چې کلام اعلان کړي.

څپرکی 1.

زۀ پولوس، د زمونږ پلار په رضا سره د مسيح عيسىٰ رسول، د هغه ژوندون د وعدې مطابق چې په مسيح عيسىٰ کښې دے، تيموتيُس ته، زما ګران بچى. دې دپاره چې د زمونږ پلار او زمونږ د مالِک مسيح عيسىٰ له خوا فضل، رحم او سلامتى درباندې وى.

هغه اور چې زمونږ پلار درکړے دے، تازه ساتۀ

زۀ د زمونږ پلار شکر ادا کوم، چې زۀ د خپلو مشرانو په شان په صاف ضمير سره د هغۀ عبادت کوم، او شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تۀ تل يادوم. ستا اوښکې يادوم او زۀ ستا د ليدو ارمان لرم، دې دپاره چې زۀ په خوشحالۍ ډک شم. زۀ ستا هغه خالص ايمان يادوم چې اول ستا په انا لوئيس او ستا په مور يُونيکې کښې ژوندے وو، او اوس زۀ يقين لرم چې تا کښې هم دے.

نو زۀ تا له يادونه کوم چې د زمونږ پلار هغه نعمت چې زما د لاسونو په ايښودلو سره تا کښې دے، هغه د اور په شان تازه وساته. ځکه چې زمونږ پلار مونږ ته د ويرې روح نۀ دے راکړے، بلکې د قوت، د مينې او د ضبط روح يې راکړے دے. نو زمونږ د مالِک د ګواهۍ نه مۀ شرميږه، او نۀ زما نه چې د هغۀ قيدى يم، بلکې د زمونږ پلار د قوت په وسيله د اِنجيل دپاره په تکليفونو کښې شريک شه. هغۀ مونږ خلاص کړو او په يو پاک بلنه يې راوبللو، نۀ زمونږ د کارونو په سبب بلکې د خپل مقصد او فضل په سبب، چې مونږ ته د ازل نه مخکښې په مسيح عيسىٰ کښې راکړے شوے وو، او اوس زمونږ د خلاصونکى مسيح عيسىٰ د راڅرګندېدو په وسيله څرګند شو، چې هغۀ مرګ ختم کړو او د اِنجيل په وسيله يې ژوندون او بقا رڼا کړل. د دې اِنجيل دپاره زۀ مُناد، رسول او اُستاذ مقرر شوم. ځکه زۀ دا تکليفونه ګالم. خو زۀ نۀ شرميږم، ځکه چې زۀ پوهيږم چې په چا مې ايمان راوړے دے، او يقين لرم چې هغه کولے شى زما سپارل شوے امانت تر هغې ورځې پورې وساتى چې هغه بيا راشى.

د روغو خبرو هغه نمونه چې تا زما نه اورېدلې ده، هغه په مسيح عيسىٰ کښې په ايمان او مينه سره ټينګه ونيسه. هغه ښۀ امانت چې تا ته سپارلے شوے دے، هغه د روحُ القُدس په وسيله وساته چې زمونږ دننه اوسيږى.

تۀ دا پوهيږې چې د آسيا په صوبه کښې ټول زما نه مخ واړولو، چې په هغوئ کښې فيګيلُس او هرمُوجينِس هم دى. زمونږ مالِک عيسىٰ دې د اُنِيسيفورُس کور باندې رحم وکړى، ځکه چې هغۀ زۀ اکثر تازه کولم او زما د زنځيرونو نه نۀ شرمېدلو، بلکې کله چې هغه رووم ته راغلو نو زما ډېر په شوق سره لټون يې وکړو، تر هغې چې زۀ يې وموندلم. زمونږ مالِک عيسىٰ دې دا ورکړى چې هغه په هغه ورځ د مالِک له خوا رحم ومومى. تۀ ښۀ پوهيږې چې هغۀ په اِفسُس کښې څومره خدمت کړے دے.