د زغملو دپاره د فضل په وسيله مضبوط کېدل
پولوس تيموتيوس ته وايي چې خپل قوت له فضل نه واخلي او تعليم وفادارو خلکو ته وسپاري چې نورو ته يې وښيي. سرتېری، لوبغاړی، بزګر — هر انځور د سختۍ د زغملو په اړه دی. د الفاظو پر سر شخړې بې ګټې دي؛ په نرمۍ اصلاح کوه، ځکه چې ښايي زمونږ پلار توبه ورکړي.
2 1نو اے زما بچيه، هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې دے د هغې نه خپل قوت واخله. 2او څۀ چې تا د ډېرو ګواهانو په مخکښې زما نه واورېدل، هغه داسې وفادارو خلقو ته وسپاره چې نورو ته د ښوولو قابليت ولرى. 3د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ سپاهى په شان د تکليفونو خپله برخه واخله. 4کوم سپاهى چې په خدمت کښې وى هغه د دُنيا په معاملو کښې نۀ ښکېلېږى، ځکه هغه غواړى چې هغه چا ته خوشى ورکړى چې دے يې فوج ته راوستے دے. 5او کوم کهلاړے چې د قاعدو مطابق مقابله نۀ کوى هغۀ ته تاج نۀ ورکولے کيږى. 6محنت کوونکى بزګر ته په کار دى چې د فصلونو نه اول هغه برخه ترلاسه کړى. 7څۀ چې زۀ وايم په هغې غور وکړه، ځکه چې مالِک به تا ته په هر څيز کښې سمجه درکړى.
8عيسىٰ مسيح يادوه، هغه چې د مړو نه راژوندے شو، د داؤد د نسل نه وو، لکه چې زما په اِنجيل کښې بيان شوے دے، 9د کوم دپاره چې زۀ تکليف ګالم، د مجرم په شان په زنځيرونو کښې تړلے شوے يم. خو د زمونږ پلار کلام تړلے شوے نۀ دے! 10نو زۀ د غوره کړے شوو خلقو دپاره هر څۀ زغمم، دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون چې په عيسىٰ مسيح کښې دے د ابدى لوئۍ سره ترلاسه کړى. 11دا خبره د اعتبار وړ ده: کۀ مونږ د هغۀ سره مړۀ شوى يُو، نو د هغۀ سره به هم ژوندى شو؛ 12کۀ مونږ زغم وکړو، نو د هغۀ سره به هم بادشاهى کوو؛ کۀ مونږ د هغۀ نه اِنکار وکړو، نو هغه به هم زمونږ نه اِنکار کوى؛ 13کۀ مونږ بېوفا شُو، هغه وفادار پاتې کيږى، ځکه چې هغه د خپل ځان نه اِنکار نۀ شى کولے.
د پلار منظور شوے کارکوونکے
14دا خبرې هغوئ ته ياد کوه، او د زمونږ پلار په مخکښې هغوئ ته تنبيه کوه چې په لفظونو باندې جګړه مۀ کوى — چې بېفائده ده او اورېدونکى تباه کوى.
15پوره کوشش وکړه چې ځان د زمونږ پلار په مخکښې منظور شوے پېش کړې، داسې کارکوونکے چې شرمنده نۀ وى، او د حق کلام سم بيانوى. 16خو د بېدينه او بېکاره بکواس نه ځان وساته، ځکه چې دا به خلق لا زيات بدکارۍ ته بوځى، 17او د هغوئ خبرې به د ناسور په شان خورې شى. په هغوئ کښې هُمنيوس او فليتُس دى، 18کوم چې د حق نه ګمراه شوى دى، او وائى چې قيامت خو مخکښې تېر شوے دے، او د ځنو خلقو ايمان خرابوى. 19خو د زمونږ پلار مضبوط بُنياد قائم دے، او په دې مُهر لګولے شوے دے: ”هغه خپل خلق پېژنى،“ او ”هر څوک چې د هغۀ نوم اخلى هغه دې د بدۍ نه مخ واړوى.“
20په يو لوئ کور کښې نۀ صرف د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى، بلکې د لرګى او خټو هم وى — ځنې د عزت دپاره او ځنې د بېعزتۍ دپاره. 21نو کۀ څوک ځان د دې نه پاک کړى، نو هغه به د عزت لوښے شى: پاک، د مالِک دپاره کار آمد، او د هر ښۀ کار دپاره تيار.
22د ځوانۍ د خواهشاتو نه وتښتيږه؛ د صداقت، ايمان، مينې او سلامتۍ پسې منډه کوه د هغو خلقو سره چې د پاک زړۀ نه مالِک يادوى. 23د بېوقوفۍ او جاهلانه بحثونو نه ځان لرې ساته؛ تۀ پوهيږې چې دا جګړې پېدا کوى. 24د مالِک نوکر ته په کار دى چې جګړه مار نۀ وى، بلکې د ټولو سره نرم وى، د ښوولو قابليت ولرى، او کله چې ورسره بدى وشى نو صبر وکړى. 25او کوم چې د هغۀ مخالفت کوى هغوئ دې په نرمۍ سره سموى. کېدے شى چې زمونږ پلار به هغوئ ته توبه ورکړى چې د حق پوهه حاصل کړى، 26او هغوئ به په هوش کښې راشى، او د شيطان د دام نه به خلاص شى چې هغۀ دوئ د خپلې مرضۍ کولو دپاره بندى کړى وُو.