داؤد د فلستيانو په مينځ کښې پناه مومى
داؤد چې ډاډه و ساؤل به يې يوه ورځ ونيسي، د جات اخيش ته ولاړ او صقلاغ ورکړل شو. هغه پر جنوبي قومونو يرغلونه کول، هر شاهد يې واژه، او اخيش ته يې ويل چې پر يهودا يې برید کړی دی. اخيش پرې بشپړ باور وکړ. دلته هېڅ د ستاينې وړ نه دی، او متن يې په ساده ډول بيانوي.
27 1داؤد په خپل زړۀ کښې ووئيل چې، ”يوه ورځ به زۀ د ساؤل په لاس هلاک شم. زما دپاره د دې نه ښۀ بل څۀ نشته چې زۀ سمدستى د فلستيانو ملک ته وتښتم. بيا به ساؤل د اِسرائيل په ټولو سرحدونو کښې زما د لټون نه لاس واخلى، او زۀ به د هغۀ د لاس نه خلاص شم.“ 2داؤد روان شو او هغه او هغه ۶۰۰ سړى چې ورسره وُو، د جات بادشاه اکيس د معوک زوئ ته لاړل. 3داؤد د اکيس سره په جات کښې اوسېدو، هغه او د هغۀ سړى، هر يو د خپل کور خلقو سره — داؤد د خپلو دوؤ ښځو سره، يزرعيلى اخينوعم او د کرمل ابيجيل، د نابال کونډه. 4کله چې ساؤل ته ووئيلے شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو هغۀ بيا د هغۀ لټون ونۀ کړو.
5داؤد اکيس ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ راباندې مهربان يې، نو د کلى ښارونو نه په يوه کښې راته د اوسېدو ځائ راکړه. ستا نوکر ولې د تا سره په شاهى ښار کښې اوسى؟“ 6هغه ورځ اکيس هغۀ ته صِقلاج ورکړو، نو صِقلاج تر نن ورځې پورې د يهوداه د بادشاهانو دے. 7هغه موده چې داؤد د فلستيانو په علاقه کښې اوسېدو، يو کال او څلور مياشتې وه.
8داؤد او د هغۀ سړى بره لاړل او په جشوريانو، جرزيانو او عمالِقيانو يې حمله وکړه، ځکه چې هغوئ د ډېر پخوا زمانې نه په هغه ملک کښې اوسېدل، د شور په لور او د مصر ملک ته. 9هر کله چې داؤد په هغه ملک حمله کوله، نو هغۀ به نۀ څوک سړے او نۀ ښځه ژوندۍ پرېښوله، ګډې، غواګانې، خرۀ، اوښان او کپړې به يې واخستلې، بيا به اکيس ته راستون شو.
10اکيس به تپوس کولو چې، ”نن دې چرته حمله وکړه؟“ داؤد به ووئيل چې، ”د يهوداه په نقب،“ ”د يرحميليانو په نقب،“ يا ”د قينيانو په نقب.“
11داؤد به نۀ سړے او نۀ ښځه ژوندۍ پرېښوله چې جات ته يې راولى، ځکه چې هغۀ به فکر کولو چې، ”هسې نه چې دوئ زمونږ خلاف خبره وکړى او ووائى چې، ’داؤد داسې وکړل.‘“ دا د هغۀ دستور وو، تر هغه ټولې مودې پورې چې هغه د فلستيانو په علاقه کښې اوسېدو.
12اکيس په داؤد باور وکړو، ځکه چې هغۀ به فکر کولو چې، ”هغۀ ځان د خپلو خلقو اِسرائيليانو په نظر کښې بالکل نفرت وړ کړے دے، نو هغه به تل زما نوکر وى.“