داؤد د پلار مسح شوے بچ کوى
ساؤل هماغې سمڅې ته ننوت چې داؤد پکې پټ و. د داؤد سړو دا يوه ډالۍ وبلله؛ هغه پر ځای يې د چپنې يوه څنډه پرې کړه، او حتی دې کار هم وجدان يې وځوراوه. بهر يې ساؤل خپل پلار وباله او پرېښودل يې چې زموږ پلار د دوی ترمنځ قضاوت وکړي.
24 1کله چې ساؤل د فلستيانو د تعاقب نه راستون شو، نو هغۀ ته ووئيل شول چې، ”داؤد د عين جدى په بيابان کښې دے.“ 2نو ساؤل د ټول اِسرائيل نه درې زره غوره سړى واخستل او د ځنګلى وزو د تيږو مخې ته د داؤد او د هغۀ د سړو په لټه کښې لاړو. 3هغه د لارې سره د ګډو شپول ته ورسېدو، چرته چې يو غار وو. ساؤل د قضائے حاجت دپاره دننه لاړو؛ خو داؤد او د هغۀ سړى د غار په ژوره کښې ناست وُو. 4د داؤد سړو ووئيل چې، ”دا هم هغه ورځ ده چې زمونږ پلار درته فرمائيلى وُو، ’زۀ ستا دُښمن ستا په لاس کښې درکوم چې څنګه دې خوښه وى هغسې ورسره وکړې.‘“ نو داؤد پاڅېدو او په چُپه خوله يې د ساؤل د څادر يوه څنډه پرې کړه. 5بيا د داؤد زړۀ پرې ملامته شو ځکه چې هغۀ د ساؤل د څادر څنډه پرې کړې وه. 6هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زمونږ پلار دې نۀ کوى چې زۀ دا کار د خپل مالِک، د هغۀ د مسح شوى سره وکړم چې په هغۀ باندې لاس پورته کړم، ځکه چې هغه د زمونږ پلار مسح شوے دے.“ 7داؤد په دې خبرو سره خپل سړى ونۀ پرېښودل چې په ساؤل بريد وکړى. بيا ساؤل د غار نه ووتو او خپلې لارې ته لاړو. 8داؤد پاڅېدو، د غار نه ووتو او ساؤل ته يې غږ وکړو چې، ”اے زما مالِکه بادشاه!“ ساؤل شا ته وکتل، نو داؤد خپل مخ زمکې ته ټيټ کړو او سجده يې وکړه.
9داؤد ساؤل ته ووئيل چې، ”تۀ د هغو سړو خبرې ولې اورې چې وائى، ’وګوره، داؤد ستا د نقصان په لټه کښې دے‘؟ 10نن ستا سترګو وليدل چې زمونږ پلار څنګه تۀ په غار کښې زما په لاس کښې راکړې. ځنو سړو ما ته ووئيل چې تۀ ووژنم، خو ما تۀ بچ کړې او ما ووئيل چې، ’زۀ به په خپل مالِک باندې، چې د زمونږ پلار مسح شوے دے، لاس پورته نۀ کړم.‘ 11وګوره، اے زما پلاره، ستا د څادر څنډه زما په لاس کښې ده! ما دا پرې کړه خو تۀ مې ونۀ وژلې. پوه شه او وګوره چې زما په لاس کښې نۀ کوم شر او نۀ کوم بغاوت شته. ما په تا باندې ګناه نۀ ده کړې، خو بيا هم تۀ زما د ژوند د اخستلو په لټه کښې يې. 12زمونږ پلار دې زما او ستا ترمنځه فيصله وکړى، او زمونږ پلار دې زما بدله له تا نه واخلى، خو زما لاس به تا ته نۀ رسيږى. 13لکه څنګه چې زوړ متل وائى چې، ’د بدکارو نه بدى پېدا کيږى.‘ زما لاس به ستا خلاف نۀ وى. 14د اِسرائيل بادشاه د چا خلاف راوتلے دے؟ تۀ د چا تعاقب کوې؟ د يو مړ سپى؟ د يو کيک؟ 15زمونږ پلار دې زما او ستا ترمنځه فيصله وکړى، دا دې وګورى، زما مقدمه دې وکړى، او ما دې ستا د لاس نه بچ کړى.“
16کله چې داؤد دا خبرې ساؤل ته ختمې کړې، نو ساؤل ووئيل چې، ”اے زما زويه داؤده، دا ستا غږ دے؟“ او په چغو يې ژړل. 17هغۀ داؤد ته ووئيل چې، ”تۀ زما نه ډېر صادق يې؛ تا زما سره نيکى وکړه، خو ما ستا سره بدى وکړه. 18نن تا هغه نيکى ښکاره کړه چې تا زما سره وکړه: زمونږ پلار زۀ ستا په لاس کښې کړم، خو بيا هم تا زۀ ونۀ وژلم. 19کۀ څوک خپل دُښمن ومومى، نو ايا به هغه بې زيانه پرېږدى؟ د هغه څۀ په بدله کښې چې تا نن زما دپاره وکړل، زمونږ پلار دې تا ته ښۀ اجر درکړى. 20اوس زۀ پوهيږم چې تۀ به ضرور بادشاه شې، او د اِسرائيل بادشاهى به ستا په لاس کښې مضبوطه شى. 21نو ما ته د زمونږ پلار په نوم قسم وخوره چې تۀ به زما اولاد زما نه پس نۀ له منځه وړې او نۀ به زما نوم زما د پلار د کور نه ورک کوې.“
22داؤد ساؤل ته قسم وخوړو. ساؤل خپل کور ته لاړو؛ خو داؤد او د هغۀ سړى قلعې ته وختل.