اے ټوله زمکه، پلار ته نعرې ووهئ
د موسيقۍ د مشر دپاره. يو سندره. يو زبور.
ټوله ځمکه رابلل کېږي چې يو کار ته وګوري چې زموږ پلار کړی دی: سمندر په وچه ځمکه بدل شو. بيا غږ شخصي شاهدۍ ته راټيټېږي — موږ وازمويل شوو او د سپينو زرو په څېر پاک شوو، خلک زموږ پر سرونو سپاره تېر شول، او هغه موږ پراخۍ ته راوويستلو.
66 1اے ټولې زمکې، پلار ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ! 2د هغۀ د نوم د لوئۍ سندرې ووايئ، د هغۀ صفت ته جلال ورکړئ. 3پلار ته ووايئ چې، ”ستا کارونه څومره هيبتناک دى! ستا د لوئ قُدرت په سبب ستا دښمنان ستا په وړاندې ملا ټيټوى. 4ټوله زمکه ستا عبادت کوى او ستا صفت سندرې وائى، ستا د نوم صفت سندرې وائى.“
5راشئ او د پلار کارونه وګورئ، چې د ټولو خلقو سره د هغۀ کارونه هيبتناک دى. 6هغۀ سمندر وچه زمکه کړو، هغوئ په خپلو پښو سيند نه پورې اوختل. هلته مونږ په هغۀ خوشحالى وکړله. 7هغه د خپل قُدرت په زور تل بادشاهى کوى، د هغۀ سترګې په قومونو باندې نظر ساتى، باغيان دې
8اے ټولو قومونو، د پلار ثنا ووايئ، د هغۀ د صفت آواز دې واورېدلے شى، 9چې هغۀ مونږ د ژوندو په قطار کښې ساتلى يُو او زمونږ پښو ته يې ښوئيدل نۀ دى پرېښى. 10ځکه چې اے زمونږ پلاره، تا مونږ ازمايلى يُو، تا مونږ داسې صفا کړى يُو لکه چاندى چې صفا کولے شى. 11تا مونږ په جال کښې راووستلو، تا زمونږ په شا باندې يو درانه بوجه کېښودله. 12تا خلق پرېښودل چې زمونږ په سرونو باندې سپاره شى، مونږ د اور او د اوبو نه تېر شُو، خو بيا هم تا مونږ د فراوانۍ ځائ ته راوويستلو. a a v12 ”زمونږ په سرونو باندې سپاره کېدل“ يوه زړه محاوره ده چې مطلب يې دا دے چې څوک په پوره طور تابع او زيردست کړے شى.
13زۀ به ستا کور ته د سوزولو قربانيو سره راشم، زۀ به تا ته خپل نذرونه ادا کړم، 14هغه نذرونه چې زما شونډو وئيلى وُو او زما خولې وعده کړې وه، کله چې زۀ په تکليف کښې وم. 15زۀ به تا ته د سوزولو قربانۍ وړاندې کړم، د چاغو حيواناتو، د قربانشوو مېږو د لوګى سره، زۀ به غويان او چيلۍ وړاندې کړم.
16اے ټولو چې د پلار نه وېرېږئ، راشئ او واورئ، او زۀ به تاسو ته ووايم چې هغۀ زما د ساه دپاره څۀ کړى دى. 17ما په خپله خولې هغۀ ته چغې ووهلې، او زما په ژبه د هغۀ لوئ صفت وو. 18کۀ ما خپل زړۀ کښې ګناه ته ځائ ورکړے وَے، نو مالِک پلار به نۀ وُو اورېدلى. 19خو په رښتيا پلار واورېدل، هغۀ زما دُعا ته غور وکړو. 20پلار دې مبارک وى، چې زما دُعا يې رد نۀ کړله او خپله مينه يې زما نه وا نۀ خسته!