د تقديس دپاره يو سندره
يو زبور. د کور د تقديس دپاره يو سندره. د داؤد.
دا د روغتیا وروسته د وقف لپاره لیکل شوی. داؤد مني چې کله یې کارونه ښه روان وو، ګومان یې کاوه چې هېڅکله به ونه لړزول شي، او بیا د هغه د پلار مخ پټ شو. هغه استدلال کوي چې خاوره ستاینه نه شي کولی، او پای یې دا دی چې د ویر جامې په خوښۍ بدلې شوې.
30 1زۀ به ستا لوئى بيانوم، اے پلاره، ځکه چې تا زۀ اوچت کړم او زما دښمنانو ته دې اِجازت ورنۀ کړو چې پر ما خوشحالى وکړى.
2اے پلاره، ما د مدد دپاره تا ته فرياد وکړو، او تا زۀ روغ کړم. 3اے پلاره، تا زما روح د قبر نه راپورته کړو؛ تا زۀ ژوندے وساتلم او پرېنښودم چې کندې ته ښکته شم.
4زمونږ پلار ته سندرې ووايئ، اے د هغۀ وفادارانو، او د هغۀ د پاک نوم شکر اَدا کړئ. 5ځکه چې د هغۀ غضب يوازې يو شېبه دپاره وى، خو د هغۀ فضل د ټول عُمر دپاره وى؛ ژړا کېدے شى ټوله شپه وى، خو خوشحالى سحر راځى.
6کله چې زۀ بې فکره وم، نو ما ووئيل چې، ”زۀ به کله هم ونۀ خوځول شم.“ 7اے پلاره، په خپل فضل سره دې زما غر مضبوط ودروو؛ خو کله چې تا خپل مخ پټ کړو، نو زۀ پرېشانه شوم.
8تا ته، اے پلاره، ما اواز وکړو؛ د رحم دپاره مې مالِک پلار ته زارى وکړله: 9”څۀ فائده ده کۀ زۀ چوپ کړے شم، کۀ زۀ کندې ته ښکته شم؟ آيا خاوره به ستا ثناء وائى؟ آيا هغه به ستا وفادارى بيانوى؟ 10زما فرياد واوره، اے پلاره، او په ما مهربانى وکړه؛ اے پلاره، زما مددګار شه.“
11تا زما ماتم په ګډا بدل کړو؛ تا زما د ماتم جامې راوويستلې او په خوشحالۍ دې زۀ وپوښلم، 12دې دپاره چې زما زړۀ ستا ثناء ووائى او چوپ پاتې نۀ شى. اے پلاره، زۀ به تل ستا شکر اَدا کوم.