چاپ شوی
کتاب

کاشکې چې ما هغه موندلے وَى

ایوب محکمه غواړي، نه جګړه. که یې موندلی شوای چې خدای چېرته اوسېږي، خپله دعوه به یې وړاندې کړې وای او بې‌ګناه به اعلان شوی وای. خو خدای نه په ختیځ کې دی نه په لوېدیځ کې، او هر څه چې وغواړي هغه کوي. ایوب وايي چې د سرو زرو په څېر به راووځي، او بیا هم سخت وېرېدلی پاتې کېږي.

څپرکی 23.

بيا ايوب جواب ورکړو چې، ”نن هم زما شکايت تريخ دے؛ د ما د سلګيو سره سره د هغۀ لاس درانۀ دے. کاشکې چې ما ته پته وَى چې هغه به چرته ومومم، نو د هغۀ کور ته به ورتلم! خپله دعوىٰ به مې د هغۀ په مخکښې کښېښوله او خپله خله به مې په دليلونو ډکه کړه. څۀ به چې هغه ما ته جواب راکوى هغه خبرې به مې زده کړلې او څۀ به چې هغه ما ته وائى هغه به مې پوهه شوم. آيا هغه به زما سره د خپل لوئ طاقت په زور جګړه کوى؟ نه، هغه به خامخا زما خبره واورى. هلته به يو صادق سړے د هغۀ سره خبرې کولې شوے، او زۀ به د خپل منصف په وسيله د تل دپاره بې‌ګناه ثابت شوم. خو کۀ زۀ ختيځ طرف ته لاړ شم، هغه هلته نۀ وى؛ او لويديځ طرف ته يې هم موندلے نۀ شم. کله چې هغه په شمال کښې کار کوى، زۀ يې ليدلے نۀ شم؛ کله چې هغه جنوب طرف ته مخ کوى، زۀ يې موندلے نۀ شم. خو هغه هغه لار پېژنى چې زۀ پرې ځم؛ کله چې هغه زۀ وآزمائم، نو زۀ به د سرو زرو په شان راووځم. زما پښه د هغۀ د قدمونو سره ټينګه نښتې ده؛ ما د هغۀ لار ساتلې ده او يو طرف ته نۀ يم اوښتے. د هغۀ د شونډو له حُکم نه زۀ نۀ يم اوښتے؛ د هغۀ د خلې خبرې مې د خپلې ورځنۍ ډوډۍ نه زياتې قيمتى ګڼلې دى. خو هغه نۀ بدليدونکے دے، څوک يې بيا واپس کولے شى؟ څۀ چې هغه غواړى، هم هغه کوى. ځکه چې څۀ يې چې زما دپاره مقرر کړى دى هغه به پوره کړى، او داسې ډېر څيزونه د هغۀ په زړۀ کښې دى. ځکه نو زۀ د هغۀ په مخکښې وېرېږم؛ کله چې زۀ پرې غور کوم، نو د هغۀ نه ترهيږم. خُدائ پاک زما زړۀ کمزورے کړو؛ قادرِ مطلق زۀ وېرولم. خو بيا هم زۀ د تيارې په وجه چپ شوے نۀ يم، نۀ د هغې ګاڼه تيارې په وجه چې زما مخ پټوى.“