چاپ شوی
کتاب

د عيسو نسل

د عیسو اولاده خپل بشپړ ثبت لري — مېرمنې، مشران، او هغه پاچایان چې په ادوم کې یې تر هغه وړاندې حکومت کاوه چې اسرائیل کوم پاچا ولري. هغه ورور چې له پامه وغورځول شو، له تاریخ نه نه ایستل کېږي؛ هغه د ګاونډ یو قوم ګرځي چې ثابت تاریخ لري.

څپرکی 36.

دا د عيسو (يعنې د ادوم) د کورنۍ تاريخ دے. عيسو خپلې ښځې د کنعان د لوڼو نه راووړې: عاده د حِتى اِيلون لور، او اُهوليبامه د عنه لور چې د حِوى صِبعون لور وه، او باسمه د اِسمٰعيل لور چې د نبايوت خور وه. عاده عيسو له اِلِيفز وزيږولو، او باسمه رعوايل وزيږولو، اُهوليبامه يعوس، يعلام او قورح وزيږول، دا د عيسو زامن وُو چې د کنعان په مُلک کښې ورته پېدا شول. عيسو خپلې ښځې، زامن، لوڼه، ټوله کورنۍ، خپل څاروى، ټول حيوانات او هغه ټول مال چې په کنعان کښې يې ګټلے وو واخستل، او د خپل ورور يعقوب نه لرې يو مُلک ته لاړو. د هغوئ مال دومره ډېر وو چې يو ځائ اوسېدل يې نۀ شو کولے؛ هغه زمکه چې هغوئ پکښې اوسېدل د خپل څاروى په وجه دواړو له کافى نۀ وه. نو عيسو د سعير په غرنى علاقه کښې مېشت شو. (عيسو هم ادوم دے.).

دا د عيسو تاريخ دے چې د سعير په غرنى علاقه کښې د ادوميانو پلار وو. دا د عيسو د زامنو نومونه دى: اِلِيفز د عيسو د ښځې د عاده زوئ؛ رعوايل د عيسو د ښځې د باسمه زوئ. د اِلِيفز زامن تيمان، اومار، صفو، جعتام او قنز وُو. تِمنع د عيسو د زوئ د اِلِيفز داشته وه، هغې هغۀ له عمالِق وزيږولو. دا د عيسو د ښځې د عاده زامن وُو. دا د رعوايل زامن دى: نحت، زارح، شمه او مِزه. دا د عيسو د ښځې د باسمه زامن دى. دا د عيسو د ښځې د اُهوليبامه زامن دى چې د عنه لور او د صِبعون لور وه: هغې عيسو له يعوس، يعلام او قورح وزيږول.

دا د عيسو د زامنو سردران دى. د عيسو د مشر زوئ د اِلِيفز زامن: سردار تيمان، سردار اومار، سردار صفو، سردار قنز، سردار قورح، سردار جعتام، سردار عمالِق—دا د ادوم په مُلک کښې د اِلِيفز سردران دى؛ دا د عاده زامن وُو. دا د عيسو د زوئ د رعوايل زامن دى: سردار نحت، سردار زارح، سردار شمه، سردار مِزه. دا د ادوم په مُلک کښې د رعوايل سردران دى. دا د عيسو د ښځې د باسمه زامن دى. د عيسو د ښځې د اُهوليبامه زامن: سردار يعوس، سردار يعلام، سردار قورح. دا د عيسو د ښځې د اُهوليبامه سردران دى چې د عنه لور وه. دا د عيسو (يعنې د ادوم) زامن دى، او دا د هغوئ سردران دى.

دا د حورى سعير زامن دى چې په هغه مُلک کښې اوسېدل: لوطان، شوبال، صِبعون، عنه، دِيشون، ايصر او دِيشان—دا د ادوم په مُلک کښې د سعير زامن، د حوريانو سردران وُو. د لوطان زامن حورى او هيمام وُو، او د لوطان خور تِمنع وه. دا د شوبال زامن دى: علوان، منحت، عيبال، شفو او اونام. دا د صِبعون زامن دى: اَيه او عنه. دا هم هغه عنه دے چې د خپل پلار د صِبعون خرۀ يې څرولې او په بيابان کښې يې تودې چينې وموندلې. دا د عنه اولاد دى: دِيشون، او اُهوليبامه د عنه لور. دا د دِيشون زامن دى: حِمدان، اِشبان، يِترانِ او کِران. دا د ايصر زامن دى: بِلهان، زعوان او عقان. دا د دِيشان زامن دى: عوض او اران. دا د حوريانو سردران دى: سردار لوطان، سردار شوبال، سردار صِبعون، سردار عنه، سردار دِيشون، سردار ايصر، سردار دِيشان—دا د سعير په مُلک کښې د حوريانو سردران وُو، د هر قبيلې مطابق.

د اِسرائيل د بادشاهانو نه مخکښې بادشاهان

دا هغه بادشاهان دى چې د ادوم په مُلک کښې يې بادشاهى کوله، د بنى اِسرائيلو باندې د کوم بادشاه د حکومت کولو نه مخکښې: بالع د بعور زوئ په ادوم کښې بادشاه شو، او د هغۀ د ښار نوم دِنهابه وو. کله چې بالع مړ شو، نو د بُصره نه د زارح زوئ يوباب د هغۀ په ځائ بادشاه شو. کله چې يوباب مړ شو، نو د تيمانيانو د مُلک نه حوشام د هغۀ په ځائ بادشاه شو. حوشام مړ شو؛ د بِدد زوئ هدد چې د موآب په علاقه کښې يې مِديان ته ماتې ورکړې وه، د هغۀ په ځائ بادشاه شو. د هغۀ د ښار نوم عويت وو. کله چې هدد مړ شو، نو د مسرِقه نه سملاه د هغۀ په ځائ بادشاه شو. کله چې سملاه مړ شو، نو د فرات پر غاړه د رحوبوت نه شاؤل د هغۀ په ځائ بادشاه شو. کله چې شاؤل مړ شو، نو د عکبور زوئ بعل حنان د هغۀ په ځائ بادشاه شو. کله چې د عکبور زوئ بعل حنان مړ شو، نو هدر د هغۀ په ځائ بادشاه شو؛ د هغۀ د ښار نوم فاعو وو، او د هغۀ د ښځې نوم مِهيطبئيل وو چې د مطرِد لور او د مِيزاهب لور وه.

دا د عيسو سردران دى، د قبيلې مطابق، د ځائ مطابق، د نوم مطابق: سردار تِمنع، سردار علوه، سردار يِتيت، سردار اُهوليبامه، سردار اِيله، سردار فينون، سردار قنز، سردار تيمان، سردار مِبصار، سردار مجديئيل، او سردار عيرام. دا د ادوم سردران دى، د هغه مُلک په خپلو کلو کښې چې هغوئ نيولے وو. عيسو د ادوميانو پلار وو.