ساؤل او د هغۀ زامن په جنګ کښې هلاک کيږى
په جلبوعه کې جګړه بده روانه ده. یوناتن او د هغه وروڼه وژل کیږي، شاؤل د غشي ویشتونکو له خوا ټپي کیږي، او د هغه وسله وړونکی نه غواړي چې هغه ختم کړي، نو هغه پر خپله توره پرېوځي. فلستیان د هغه جسد په یوه دېوال پورې ټکوي؛ د یابیس جلعاد سړي هغه ښکته کوي.
31 1فلستيانو د اِسرائيل سره جنګ وکړو، د اِسرائيل سړى ترې وتښتېدل او د جلبوعه په غرۀ باندې مړۀ پراتۀ شُو. 2فلستيانو ساؤل او د هغۀ زامن ونيول او فلستيانو د ساؤل زامن يوناتن، ابيناداب او ملکيشوع ووژل. 3جنګ په ساؤل باندې ډېر سخت شو. غشى وِشتونکى هغه وموندلو او هغه د هغوئ له لاسه سخت زخمى شو. 4ساؤل خپل سلحه وړونکى ته ووئيل چې، ”خپله تُوره راکاږه او زۀ پرې ووله، نۀ نو دا بېختنه سړى به راشى، زۀ به ووژنى او عذاب به راکړى.“ خو د هغۀ سلحه وړونکى اِنکار وکړو، ځکه چې هغه سخت ويرېدلو. نو ساؤل خپله تُوره واخسته او پرې پرېوتو. 5کله چې د هغۀ سلحه وړونکى وليدل چې ساؤل مړ شو، نو هغه هم په خپله تُوره پرېوتو او د هغۀ سره مړ شو. 6نو ساؤل په هغه ورځ مړ شو، د خپلو درېو زامنو، خپل سلحه وړونکى او خپلو ټولو سړو سره يو ځائ.
7کله چې د وادئ د بل اړخ او د اُردن د بل اړخ د اِسرائيل سړو وليدل چې د اِسرائيل لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن مړۀ دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. فلستيان راغلل او په هغو کښې اوسېدل. 8بله ورځ، فلستيان راغلل چې مړۀ ونګوړى، او ساؤل او د هغۀ درې زامن يې د جلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وموندل. 9هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، سلحه يې ترې واخسته او د ټول فلستين په مُلک کښې يې قاصدان ولېږل چې دا خبر د هغوئ د بتانو په عبادت ځايونو او په خلقو کښې ورسوى. 10هغوئ د هغۀ سلحه د عستروت په عبادت ځائ کښې کېښوده او د هغۀ لاش يې د بيت شان په ديوال پورې وتړلو. a a v10 عستروت د کنعان يوه دېوتۍ وه، او د ساؤل سلحه د هغې په عبادت ځائ کښې ايښودل د فلستيانو دا طريقه وه چې د دې فتح ثواب خپلو بتانو ته ورکړى.
11کله چې د يابيس جلعاد اوسېدونکو واورېدل چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى دى، 12نو د هغوئ ټول جنګى سړى د شپې روان شول، د بيت شان د ديوال نه يې د ساؤل لاش او د هغۀ د زامنو لاشونه راواخستل، يابيس ته يې راوړل او هلته يې وسوزول. 13هغوئ د هغوئ هډوکى واخستل، په يابيس کښې يې د جهاؤ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.