چاپ شوی
کتاب

زما روح اِنتظار کوى

د موسيقۍ د مشر دپاره. د يدوتون دپاره. د داؤد يو زبور.

داؤد په چوپتیا کې یوازې د خپل پلار انتظار کوي پداسې حال کې چې نور یې لکه د یوه کوږ دېوال په څېر ټکوي، په ژبه برکت ورکوي او په زړه کې لعنت. هغه ټیټ او زورور دواړه تلي او له ساه هم سپک یې مومي، بیا نورو ټولو ته وايي چې هغوی هم خپل زړونه تش کړي.

څپرکی 62.

زما روح يواځې د خپل پلار په چُپتيا کښې اِنتظار کوى؛ زما خلاصون د هغۀ نه راځى. هم هغه يواځې زما تيږه او زما خلاصون دے، زما قلعه؛ زۀ به هيچرې سخت ونۀ ښورولے شم. تاسو به تر څو پورې په يو سړى حمله کوئ، هغه راوغورزوئ، لکه د يو ايله بيزه ديوال، د يو لړزېدونکى باړ په شان؟ هغوئ يواځې دا منصوبه جوړوى چې هغه د خپل اوچت مقام نه راوغورزوى؛ هغوئ په دروغو خوشحاليږى. په خپلو خولو دُعا ورکوى، خو په زړۀ کښې ښيرا کوى.

اے زما روحه، يواځې د خپل پلار په چُپتيا کښې اِنتظار کوه، ځکه چې زما اُميد د هغۀ نه دے. هم هغه يواځې زما تيږه او زما خلاصون دے، زما قلعه؛ زۀ به ونۀ ښورولے شم. زما خلاصون او زما لوئى زما په پلار تکيه کوى؛ زما زورورې تيږه، زما پناه ځائ، زما په پلار کښې دے. اے خلقو، په هر وخت کښې په هغۀ باندې اِعتبار وکړئ؛ د هغۀ په مخکښې خپل زړونه توئ کړئ؛ زمونږ پلار زمونږ دپاره يو پناه ځائ دے.

بې شکه چې عام خلق يواځې يو ساه دى، او زورور يو فريب دى؛ په تله کښې اوچتيږى؛ دا ټول په يو ساه کښې هم سپک دى. په ظلم باندې اِعتبار مۀ کوئ؛ په غلا کښې بې ځايه اُميد مۀ لرئ؛ کۀ دولت زيات شى، نو زړۀ پرې مۀ ايږدئ. زمونږ پلار يو ځل ووئيل؛ ما دا دوه ځله واورېدل: چې قدرت د زمونږ پلار دے، a a v11 ”يو ځل… دوه ځله“ د عبرانى شاعرۍ يوه بڼه ده چې مطلب يې دا دے: د هر څۀ نه زيات همدا شے اهميت لرى. او اے زما مالِکه پلاره، مينه ستا ده. ځکه چې تۀ به هر سړى ته د هغۀ د کړو مطابق بدله ورکوې.