چاپ شوی
کتاب

د زمکې د څنډو نه فرياد

د موسيقۍ د مشر دپاره؛ د تار آلو سره. د داؤد.

یوه دعا چې د ځمکې له پای څخه د داسې سړي له خوا لېږل کېږي چې زړه یې ستړی کېږي، له خپل پلار غواړي چې هغه داسې ډبرې ته بوځي چې له ده لوړه ده. هغه اوسېدل غواړي نه لیدنه — ستا خېمه د تل لپاره — او د پاچا لپاره اوږد عمر.

څپرکی 61.

اے زما پلاره، زما فرياد واوره؛ زما دُعا ته غوږ ونيسه. د زمکې د څنډو نه زۀ تا ته آواز کوم، کله چې زما زړۀ نيمګرے کيږى؛ ما هغه ګټ ته بوځه چې زما نه اوچت دے. ځکه چې تۀ زما پناه ګاه يې، د دښمن په خلاف يو مضبوط بُرج.

زۀ ارمان کوم چې ستا په خېمه کښې د تل دپاره اوسم او ستا د وزرو په سيورى کښې پناه واخلم. ځکه چې اے زما پلاره، تا زما لوظونه اورېدلى دى؛ تا ما ته د هغه کسانو ميراث راکړے دے چې ستا د نوم نه وېرېږى. د بادشاه عُمر ته کالونه ورزياته کړه؛ د هغۀ کالونه دې ډېرو نسلونو ته ورسيږى. هغه دې د تل دپاره زمونږ پلار په مخکښې په تخت باندې ناست وى؛ خپله مينه او وفادارى مقرر کړه چې د هغۀ ساتنه وکړى. نو بيا به زۀ هر وخت ستا د نوم ثنا وايم او ورځ په ورځ به خپل لوظونه پوره کوم.