زما زړۀ ثابت دے
يوه سندره. د داؤد زبور.
د داؤد له دوو پخوانیو زبورونو یو ځای ګنډل شوی: د سهار موسیقي چې سهار راویښوي، بیا پر شکیم، جلعاد او ادوم زموږ د پلار زوړ د ملکیت وياړ. د دواړو تر منځ دا جدي کرښه ده چې انساني ژغورنه بې ګټې ده، او د رښتینې مرستې غوښتنه.
108 1زما زړۀ ثابت دے، اے زما پلاره؛ زۀ به په خپل ټول وجود سره سندرې ووايم او ساز وغږوم. 2اے ربابه او ستاره، راويښ شئ! زۀ به سحر راويښ کړم. 3اے زما پلاره، زۀ به د قومونو په مينځ کښې ستا ثنا ووايم؛ زۀ به د اقوامو په مينځ کښې ستا دپاره ساز وغږوم. 4ځکه چې ستا مينه لويه ده، د آسمانونو نه هم اوچته ده، او ستا وفادارى تر بادلونو پورې رسيږى.
5اے زما پلاره، د آسمانونو نه پورته اوچت شه، او ستا جلال دې په ټوله زمکه باندې وى. 6په خپل ښى لاس سره مونږ خلاص کړه او ما ته جواب راکړه، دې دپاره چې هغه کسان چې تۀ ورسره مينه کوې خلاصون ومومى.
7زمونږ پلار په خپل پاکوالى کښې فرمائيلى دى: ”زۀ به په فتح سره سِکم ووېشم او د سُکوت وادى به اندازه کړم. 8جِلعاد زما دے، منسى زما دے؛ اِفرائيم زما خود دے، يهوداه زما عصا ده.
9موآب زما د مينځلو تشت دے؛ په اِدوم باندې زۀ خپله څپلۍ ورغورځوم؛ په فلستين باندې زۀ د فتح نعره وهم.“
10څوک به ما قلعهبند ښار ته بوځى؟ څوک به ما تر اِدوم پورې بوځى؟ 11آيا دا تۀ نۀ يې، اے زمونږ پلاره، چې يو وخت دې مونږ رد کړلو، او نور زمونږ د لښکرو سره نۀ وځې؟ 12د دښمن په مقابله کښې مونږ سره مدد وکړه، ځکه چې د انسان خلاصون بېکاره دے. 13د زمونږ پلار په مدد به مونږ فتح ترلاسه کړو، او هغه به زمونږ دښمنان پښو لاندې کړى.