ځنډېدلے اُميد، پوره شوے خواهش
پیسې او اشتها پکې تېرېږي، له هغه چا چې ځان شتمن ښیي او هېڅ نه لري، تر هغې درغلۍ پورې چې کمېږي پداسې حال کې چې ورو ورو سپما وده کوي. دا د انتظار درد هم یادوي، ځکه هغه هیله چې وځنډول شي زړه ناروغه کوي. ملګري مهم دي: له هوښیارانو سره ګرځه او هوښیار شه.
13 1هوښيار زوئ د خپل پلار نصيحت ته غوږ ږدى، خو ملنډې وهونکے ملامتۍ ته نۀ غوږ ږدى. 2د خپلې خولې د مېوې نه انسان ښۀ شيان خورى، خو د بېوفا خواهش د ظلم دپاره وى. 3څوک چې خپله خوله ساتى هغه خپل ژوند ساتى، خو څوک چې خپلې شونډې پراخه کوى هغه تباه کيږى. 4سست سړے خواهش کوى خو هيڅ نۀ مومى، خو د محنتى خواهش په پوره توګه مړيږى. 5صادق د دروغو نه نفرت کوى، خو بدکار شرم او رُسوائى راولى. 6صداقت هغه چا ساتى چې لار يې بېعيبه وى، خو بدى ګناهګار نسکوروى. 7يو څوک ځان مالدار ښايى، خو هيڅ نۀ لرى؛ بل ځان غريب ښايى، خو ډېره دولت لرى. 8د انسان دولت ښائى د هغۀ د ژوند فديه شى، خو غريب د ګواښ نه څۀ نۀ اورى. 9د صادق رڼا په خوشحالۍ سره ځلېږى، خو د بدکار څراغ به مړ کړے شى. 10تکبر بغير د جګړې نه بل څۀ نۀ راولى، خو حکمت د هغه چا سره وى چې مشوره اخلى. 11د دوکې نه ترلاسه شوے دولت کميږى، خو څوک چې لږ لږ راټولوى هغه يې زياتوى. 12ځنډېدلے اُميد زړۀ ناجوړه کوى، خو پوره شوے خواهش د ژوند ونه ده. 13څوک چې کلام سپکوى هغه په ځان تباهى راولى، خو څوک چې د حُکم عزت کوى هغه ته به اجر ورکړے شى. 14د هوښيار تعليم د ژوند چينه ده، چې انسان د مرګ د جالونو نه اړوى. 15ښۀ عقل مهربانى ګټى، خو د بېوفا لار د هغوئ تباهى ده. 16هر هوښيار سړے په پوهه سره کار کوى، خو احمق خپله بېوقوفى ښکاره کوى. 17بدکار قاصد په مصيبت کښې غورزيږى، خو وفادار ايلچى شفا راولى. 18څوک چې تربيت ته شا کوى هغۀ ته غُربت او شرم راځى، خو څوک چې ملامتۍ ته غوږ ږدى هغۀ ته عزت رسيږى. 19پوره شوے خواهش د روح دپاره خوږ وى، خو د بدۍ نه اوختل احمقانو ته ناکاره ښکارى. 20څوک چې د حکيمانو سره ګرځى هغه حکيم کيږى، خو د احمقانو ملګرے نقصان ګالى. 21آفت ګناهګاران پسې ګرځى، خو ښېګړه صادقانو ته اجر ورکوى. 22ښۀ سړے خپلو لمسيانو ته ميراث پرېږدى، خو د ګناهګار دولت صادقانو دپاره زېرمه کيږى. 23د غريب نه کرلے پټے ډېر خوراک راکولے شى، خو د اِنصاف د نشتوالى په وجه هغه ورک کړے شى. 24څوک چې لښته بندوى هغه د خپل زوئ نه نفرت کوى، خو څوک چې له مينه لرى هغه د هغۀ د تربيت دپاره محنت کوى. 25صادق په خوشحالۍ سره تر ماړۀ خورى، خو د بدکار خېټه وږې پاتې کيږى.