بېپروا خبرې، شفا ورکوونکې ژبه
زیاتره د کار، خبرو او هغه څه په اړه چې نور خلک یې لیدلی شي. زیار ایستونکي لاسونه حکومت کوي خو سستي په جبري کار پای ته رسېږي؛ بېفکره خبرې چاړه وهي، او دروغجنه ژبه یوازې یوه شېبه پاتې کېږي. د دوی تر منځ یوه آرامه کرښه: اندېښنه زړه درنوي، او مهربانه خبره یې پورته کوي.
12 1څوک چې د ادب سره مينه کوى هغه د علم سره مينه کوى، خو څوک چې د اصلاح نه کرکه کوى هغه بېعقله دے. 2نيک سړے زمونږ د پلار نه فضل مومى، خو هغه هغه سړے ملامتوى چې د بدۍ منصوبې جوړوى. 3هيڅوک په بدۍ سره کلک نۀ شى، خو د صادقانو ريښه به هيڅکله ونۀ خوځېږى. 4د نيکو خصلتونو وينزه د خپل خاوند تاج ده، خو هغه چې شرم راولى د هغۀ په هډوکو کښې د سختۍ په شان ده. 5د صادقانو منصوبې انصاف لرونکې دى، خو د بدکارو مشورې فريب دى. 6د بدکارو خبرې د وينې دپاره ګهاتو کښې پټې وى، خو د نيکانو وينا بېګناه خلاصوى. 7بدکاران نسکور شى او بيا نۀ وى، خو د صادقانو کور به ودريږى. 8د انسان د عقل مطابق د هغۀ صفت کيږى، خو هغه چې زړۀ يې کوږ وى سپک ګڼلے شى. 9دا ښۀ ده چې انسان کم مرتبه وى او يو نوکر ولرى، به نسبت د دې چې د لوئۍ دعوىٰ وکړى او وږے پاتې شى. 10صادق د خپلو څارويو د اړتياؤ خيال ساتى، خو د بدکارو رحم هم ظالمانه وى. 11څوک چې په خپله زمکه کار کوى هغه به ډېره خوراکى ولرى، خو څوک چې د بېکارو کارونو پسې ګرځى هغه بېعقله دے. 12بدکاران د بدو سړو د لوټ شوى مال خواهش کوى، خو د صادقانو ريښه مېوه ورکوى. 13بد سړے د خپلو ګناهګارو خبرو په جال کښې راګير شى، خو صادق د تکليف نه خلاص شى. 14د خپلو خبرو د مېوې نه انسان په ښو شيانو ماړۀ شى، او د هغۀ د لاسونو کار ورته بدله راولى. 15د بېوقوفه لار د هغۀ په خپلو سترګو کښې سمه ښکارى، خو عقلمند مشوره اورى. 16بېوقوف خپل غصه سمدستى ښکاره کوى، خو هوښيار سپکاوے نظرانداز کوى. 17څوک چې رښتيا وائى هغه ايماندار ګواهى ورکوى، خو دروغجن ګواه دروغ وائى. 18بېپروا خبرې د تُورې په شان ژوبلوى، خو د عقلمند ژبه شفا راولى. 19رښتينى شونډې تل پاتې وى، خو دروغجنه ژبه يواځې د يوې شېبې دپاره وى. 20د هغو خلقو زړونه د فريب نه ډک وى چې د بدۍ منصوبې جوړوى، خو خوشحالى د هغو ده چې سلامتى خپروى. 21په صادق باندې هيڅ نقصان نۀ راځى، خو بدکاران د تکليف نه ډک وى. 22دروغجنې شونډې زمونږ پلار ته نفرتانګېزې دى، خو هغه چې په وفادارۍ عمل کوى د هغۀ خوښى دى. 23هوښيار خپل علم له ځان سره ساتى، خو د بېوقوفانو زړۀ بېعقلى بهر ورکوى. 24محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو سُستى په بېګارۍ کښې ختميږى. 25فکرمندى زړۀ دروند کوى، خو مهربانه خبره هغه خوشحالوى. 26صادق خپل ګاونډى ته لار ښائى، خو د بدکارو لار هغوئ بېلارې کوى. 27سُست خپل ښکار نۀ ورژوى، خو محنتى خپل مال قدرمن ګڼى. 28د صداقت په لار کښې ژوندون دے، او په دغه لار کښې مرګ نشته.