صحيح تول د هغۀ خوښه ده
تولونه، سخاوت او نوم پکې غالب دي. څپرکی ټینګار کوي چې څه چې زیان ښکاري، زیان نه دی: په پراخه لاس ورکول او لا شتمن کېدل، غله ذخیره کول او په دې لعنت اورېدل. هغه ښکلا چې هوښیاري ورسره نه وي تر ټولو تېره کرښه لري: د خوګ په پوزه کې د سرو زرو کړۍ.
11 1دوکه باز تول زمونږ پلار ته مکروه دى، خو صحيح تول د هغۀ خوښه ده. 2کله چې غرور راشى، نو بيا بې عزتى راځى، خو حکمت د عاجزانو سره وى. 3د صادقانو ايماندارى هغوئ ته لار ښايى، خو د بې ايمانو کوږوالے هغوئ تباه کوى. 4دولت د غضب په ورځ کښې نفع نۀ کوى، خو صداقت د مرګ نه خلاصوى. 5د بې عيبو صداقت د هغوئ لار سيده کوى، خو بدکار په خپله بدۍ راپرېوځى. 6د صادقانو صداقت هغوئ خلاصوى، خو بې ايمان په خپل خواهش کښې بند شى. 7کله چې بدکار مړ شى، نو د هغۀ اُميد ختم شى، او په خپل قوت باندې د هغۀ اعتماد هېڅ ته رسيږى. 8صادق د تکليف نه خلاصيږى، او بدکار د هغۀ په ځائ په هغه کښې راځى. 9بېدينه په خپله خوله خپل ګاونډى تباه کوى، خو صادقان د علم په وسيله خلاصيږى. 10کله چې صادقانو ته ښۀ وى، نو ښار خوشحاليږى، او کله چې بدکاران تباه شى، نو د خوشحالۍ نارې وى. 11د صادقانو د برکت په وسيله ښار اوچتيږى، خو د بدکارانو د خولې په وسيله ونړيږى. 12څوک چې په خپل ګاونډى سپکاوے کوى هغه بې عقله دے، خو د سمجه خاوند چپ وى. 13غيبت کوونکے ګرځى او رازونه څرګندوى، خو د باوري روح خاوند راز ساتلے شى. 14چرته چې مشوره نۀ وى، هلته قوم راپرېوځى، خو د ډېرو مشورو ورکوونکو په شتون کښې سلامتى وى. 15څوک چې د پردى دپاره ضمانت کوى هغه به خامخا تکليف ويني، خو څوک چې د لوظ لاس ورکولو نه نفرت کوى هغه محفوظ وى. 16مهربانه ښځه عزت مومى، او بېرحمه سړي مال مومى. 17مهربان سړے خپل ځان ته فائده رسوى، خو ظالم سړے په خپل ځان باندې تکليف راولى. 18بدکار دوکه باز اُجوره ګټى، خو څوک چې صداقت کرى هغه رښتينے اجر ګټى. 19څوک چې په صداقت کښې ثابت قدم وى هغه ژوندون مومى، خو څوک چې د بدۍ پسې ځى هغه خپل مرګ ته منډه کوى. 20کوږ زړۀ خلق زمونږ پلار ته مکروه دى، خو هغه کسان چې لارې يې بې عيبه وى د هغۀ خوښه دى. 21يقين وکړئ چې بدکار به بې سزا نۀ پاتې کيږى، خو د صادقانو بچى به آزاد شى. 22لکه د سرو زرو حلقه د خنزير په پوزه کښې، هم هغه شان ښائسته ښځه ده چې تميز نۀ لرى. 23د صادقانو خواهش يواځې په ښۀ کښې ختميږى، خو د بدکارانو اُميد په غضب کښې ختميږى. 24يو سړے په سخاوت سره ورکوى، بيا هم نور غنى کيږى؛ بل سړے هغه څۀ چې حق دى ساتى، خو آخر محتاج شى. 25سخى روح به غنى شى، او څوک چې نورو ته تازګى ورکوى هغه به په خپله هم تازه شى. 26څوک چې غله زېرمه کوى هغۀ ته خلق بد وائى، خو څوک چې هغه خرڅوى هغه برکت مومى. 27څوک چې په محنت سره ښۀ لټوى هغه مهربانى لټوى، خو څوک چې بدى لټوى، بدى به هغۀ ته راشى. 28څوک چې په خپل مال اعتماد کوى هغه به راپرېوځى، خو صادقان به د شنو پاڼو په شان وده کوى. 29څوک چې په خپل کور تکليف راولى هغه به د هوا وارث شى، او احمق به د هوښيار زړۀ خاوند نوکر شى. 30د صادق مېوه د ژوندون ونه ده، او څوک چې روحونه ګټى هغه هوښيار دے. 31کۀ صادق ته په زمکه باندې بدله ورکړے شى، نو بدکار او ګناهګار ته به څومره زياته ورکړے شى!