چاپ شوی
کتاب

پاتې خلق مصر ته تښتى

یوحنان او نور یرمیاه دروغجن بولي، دا نه مني چې زموږ پلار هغه رالېږلی، باروخ ملامتوي، او بیا ټول پاتې خلک، یرمیاه هم پکې، مصر ته بیايي. په تحفنحیس کې هغه هلته ډبرې ښخوي چې د نبوکدنصر تخت به ودرېږي. هغه خطر چې ترې تښتېدلي وو، دوی پسې راروان دی.

څپرکی 43.

کله چې يرمياه ټولو خلقو ته د هغوئ د پلار ټول خبرې ووئيلے خلاصې کړې، هغه ټول خبرې چې د هغوئ پلار هغه لېږلے وو چې هغوئ ته يې ووائى. د هوشعياه زوئ عزرياه، د قريح زوئ يوحنان او ټول مغرور سړو يرمياه ته ووئيل چې، ”تۀ دروغ وايې! زمونږ پلار تۀ نۀ يې لېږلے چې ووايې، ’مصر ته مۀ ځئ چې هلته اوسېږئ.‘ نه، د نيرياه زوئ باروک تا زمونږ په خلاف اُکسوى، چې زمونږ د بابل د اوسېدونکو په لاس کښې راکړې چې مونږ ووژنى يا مونږ بابل ته جلاوطن کړى.“

نو د قريح زوئ يوحنان، د فوځ ټولو سردارانو او ټولو خلقو د زمونږ د پلار آواز رد کړو چې د يهوداه په مُلک کښې پاتې شى. نو د قريح زوئ يوحنان او د فوځ ټولو سردارانو د يهوداه هغه ټول پاتې خلق واخستل چې د هغه ټولو قومونو نه بيرته راغلى وو چرته چې هغوئ خواره شوى وو، چې د يهوداه په مُلک کښې اوسېږى. سړى، ښځې، بچى، د بادشاه لوڼه او هر هغه څوک چې د محافظانو سردار نبوزردان د اخيقام زوئ جدلياه د شافان لمسي سره پرېښى وو، د يرمياه نبى او د نيرياه د زوئ باروک سره يو ځائ. نو هغوئ مصر ته ننوتل، چې د زمونږ د پلار آواز يې رد کړو، او تحفنحيس پورې راغلل.

بيا د زمونږ د پلار کلام تحفنحيس کښې يرمياه ته راغلو چې،

”په خپل لاس کښې لوئ تيږې واخله او د يهوداه د سړو په وړاندې يې په خټو کښې، په هغه د خښتو فرش کښې ښخې کړه چې تحفنحيس کښې د فرعون د محل په دروازه کښې دے. بيا هغوئ ته ووايه چې، ’د آسمانى لښکرو پلار، د اِسرائيل زمونږ پلار داسې فرمائى چې، زۀ به خپل خادِم د بابل بادشاه نبوکدنضر راولېږم، او زۀ به د هغۀ تخت پر هغه تيږو باندې کېږدم چې ما دلته ښخې کړې دى، او هغه به پر هغو باندې خپل شاهى سائبان خوره کړى. هغه به راشى او مصر به ووهى: مرګ هغه چا ته چې مرګ دپاره دى، قېدي کېدل هغه چا ته چې د قېد دپاره دى، تُوره هغه چا ته چې د تُورې دپاره دى. زۀ به د مصر د بُتانو په عبادت‌خانو اور بل کړم؛ نبوکدنضر به هغه وسوزوى او بوځى. هغه به د مصر مُلک داسې ځان ته راتاو کړى لکه شپون چې خپله چادر راتاووى، او هلته نه به بې‌نقصانه لاړ شى. هغه به د مصر د مُلک د بيت‌شمس مقدس ستنې مات کړى او د مصر د بُتانو عبادت‌خانې به وسوزوى.‘“ a a v13 دلته ”بيت‌شمس“ (”د لمر کور“) هغه مصري ښار دے چې يونانيانو ورته هيليوپوليس وئيل، چې د مصر د لمر د عبادت مرکز وو — نۀ هغه د يهوداه ښار چې هم دغه نوم لرى.