چاپ شوی
کتاب

پلار د بابل حکومت ټاکى

یرمیا د لرګي یو جوغ اغوندي او د پنځو ګاونډیو پاچاهانو استازو ته پیغام لېږي: نبوکدنصر ته تسلیم شئ او ژوندي پاتې شئ. هغه پېغمبران چې ژمنه کوي د معبد لوښي به ژر بېرته راشي، دروغ وايي. لوښي به بابل ته ځي، او یوازې زموږ پلار پرېکړه کوي چې کله بېرته راځي.

څپرکی 27.

کله چې د يوسيا زوئ صِدقياه د يهوداه د بادشاه په حيث حکومت شروع کړو، نو دا کلام زمونږ پلار د خوا نه يرمياه ته راغلو:

زمونږ پلار ما ته داسې وفرمائيل چې، د خپل ځان دپاره تسمې او د يُوغ لرګى جوړ کړه او په خپله غاړه يې کېږده. بيا د ادوم، موآب، عمون، صور او صيدا بادشاهانو ته د هغه قاصدانو په وسيله پېغام ولېږه چې يروشلم ته د يهوداه بادشاه صِدقياه له راغلى دى.

هغوئ ته حُکم ورکړه چې خپلو مالِکانو ته ووائى چې د آسمانى لښکرو پلار داسې فرمائى، ”خپلو مالِکانو ته دا ووايئ چې: ما په خپل عظيم قدرت او اوږد بازو زمکه او په هغې باندې انسانان او حيوانات پېدا کړل، او زۀ يې هغه چا ته ورکوم چې زما په نظر کښې مُناسب وى. اوس ما دا ټول مُلکونه د بابل بادشاه نبوکدنضر، خپل نوکر ته ورکړى دى. حتىٰ د دښتې وحشى حيوانات مې هم هغۀ ته ورکړى دى چې د هغۀ خدمت وکړى. ټول قومونه به د هغۀ، د هغۀ د زوئ او د هغۀ د لمسي خدمت کوى، ترڅو چې د هغۀ د خپل مُلک وخت راشى؛ بيا به ډېر قومونه او لوى بادشاهان هغه دې ته اړ کړى چې د هغوئ خدمت وکړى.“

خو هغه قوم يا بادشاهى چې د بابل بادشاه نبوکدنضر خدمت ونۀ کړى او خپله غاړه د هغۀ د يُوغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به هغه قوم په تُوره، قحط او وبا سزا ورکړم، زمونږ پلار فرمائى، ترڅو چې زۀ هغوئ د هغۀ په لاس تباه کړم. ”نو تاسو خپلو نبيانو، فال ګورونکو، خوب ليدونکو، غيب وئيونکو يا جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، چې تاسو ته وائى، ’تاسو به د بابل بادشاه خدمت ونۀ کړئ.‘ هغوئ تاسو ته دروغ وړاندوئى کوى، چې تاسو به د خپل مُلک نه لرې کړى؛ زۀ به تاسو وشړم او تاسو به مړۀ شئ. خو هغه قوم چې خپله غاړه د بابل د بادشاه د يُوغ لاندې راولى او د هغۀ خدمت وکړى، نو زۀ به هغه د خپل مُلک په سر پرېږدم، زمونږ پلار فرمائى، چې په هغه کار وکړى او په هغه کښې اوسېږى.“

ما دغه خبرې د يهوداه بادشاه صِدقياه ته هم وکړې چې، خپلې غاړې د بابل د بادشاه د يُوغ لاندې کړئ، د هغۀ او د هغۀ د قوم خدمت وکړئ او ژوندى پاتې شئ. تۀ او ستا قوم ولې په تُوره، قحط او وبا مړۀ شئ، لکه څنګه چې زمونږ پلار د هغه قوم په حقله فرمائيلى دى چې د بابل د بادشاه خدمت نۀ کوى؟

د هغه نبيانو خبرو ته غوږ مۀ نيسئ چې تاسو ته وائى، ’تاسو به د بابل بادشاه خدمت ونۀ کړئ،‘ ځکه چې هغوئ تاسو ته دروغ وړاندوئى کوى. ما هغوئ نۀ دى لېږلى، زمونږ پلار فرمائى، بلکې هغوئ زما په نوم دروغ وړاندوئى کوى، نو زۀ به تاسو وشړم او تاسو به هلاک شئ — تاسو او هغه نبيان چې تاسو ته وړاندوئى کوى.

بيا ما اِمامانو او دې ټولو خلقو ته ووئيل چې، زمونږ پلار داسې فرمائى، خپلو نبيانو ته غوږ مۀ نيسئ چې وړاندوئى کوى، ’ګورئ، د زمونږ پلار د کور لوښى به ژر د بابل نه بيرته راوړلى شى‘ — هغوئ تاسو ته دروغ وړاندوئى کوى. هغوئ ته غوږ مۀ نيسئ. د بابل د بادشاه خدمت وکړئ او ژوندى پاتې شئ. دا ښار ولې کنډواله شى؟

خو کۀ هغوئ نبيان دى او د زمونږ پلار کلام ورسره وى، نو هغوئ دې د آسمانى لښکرو پلار ته زارى وکړى چې هغه لوښى چې د هغۀ په کور، د يهوداه د بادشاه په کور او په يروشلم کښې پاتې دى، بابل ته لاړ نۀ شى. ځکه چې د آسمانى لښکرو پلار د ستنو، د سمندر، د پايو او د نورو هغه لوښو په حقله داسې فرمائى چې په دې ښار کښې پاتې دى، a a v19 دلته ”سمندر“ د اوبو کومه ذخيره نۀ ده بلکې هغه لوئ د برنج حوض دے چې د بيت المُقدس په انګڼ کښې ولاړ وو، او اِمامانو به د مينځلو دپاره استعمالولو.

هغه لوښى چې د بابل بادشاه نبوکدنضر هغه وخت وانۀ خستل کله چې هغۀ د يهوياقيم زوئ، د يهوداه بادشاه يهوياکين د يروشلم نه بابل ته د يهوداه او يروشلم د ټولو اميرانو سره جلا وطن کړو،

هو، د آسمانى لښکرو پلار د هغه لوښو په حقله داسې فرمائى چې د زمونږ پلار په کور، د يهوداه د بادشاه په کور او په يروشلم کښې پاتې دى:

هغه به بابل ته يوړلى شى او هلته به پاتې وى، ترڅو چې هغه ورځ راشى چې زۀ هغه راپسې راشم، زمونږ پلار فرمائى. بيا به زۀ هغه راپورته کړم او دې ځائ ته يې بيرته راولم.