پلار يو دروغژن نبى افشا کوى
حننیا په عام ډول اعلان کوي چې د بابل جوغ به په دوو کلونو کې مات شي، او د ثبوت لپاره د یرمیا د جوغ لرګی ماتوي. یرمیا آمین وايي، بیا د لرګي پر ځای د زموږ پلار د اوسپنې جوغ سره بېرته راځي، او حننیا ته وايي چې هغه به ومري ځکه چې خلکو ته یې پر دروغو د باور زده کړه ورکړه. هغه مړ کېږي.
28 1هغه کال، د يهوداه د بادشاه صدقياه د بادشاهۍ په شروع کښې، په څلورم کال کښې، په پينځم مياشت کښې، د جبعون د عزور زوئ حنانياه نبى زما سره د زمونږ پلار په کور کښې، د کاهنانو او د ټولو خلقو په مخکښې ووئيل چې، 2”د آسمان د لښکرو مالِک خُدائ، د اِسرائيل خُدائ پاک فرمائى چې، ما د بابل د بادشاه بوجه ماته کړه. 3زۀ به په دوو کالونو کښې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول لوښى چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې ځائ نه بابل ته بوتلل، بيا دې ځائ ته راوړم. 4د يهوداه بادشاه يهوياقيم زوئ يکونياه او د يهوداه هغه ټول جلاوطن شوى چې بابل ته بوتلے شوى وُو، زۀ به بيا دې ځائ ته راوړم، مالِک خُدائ فرمائى، ځکه چې زۀ به د بابل د بادشاه بوجه ماته کړم.“
5يرمياه نبى حنانياه نبى ته د کاهنانو او د زمونږ پلار په کور کښې د ولاړو ټولو خلقو په مخکښې جواب ورکړو. 6يرمياه نبى ووئيل چې، ”آمين! زمونږ پلار دې داسې وکړى. هغه دې ستا هغه وئيلى خبرې رښتيا کړى، چې د زمونږ پلار د کور لوښى او ټول جلاوطن شوى د بابل نه دې ځائ ته بيا راولى. 7خو اوس دې خبرې ته غوږ ونيسه چې زۀ يې تا ته او دې ټولو خلقو ته وايم. 8له مونږ نه مخکښې هغه نبيان چې له ډېرې مودې نه وُو، د ډېرو قومونو او لويو بادشاهيو په خلاف يې د جنګ، د تباهۍ او د وبا نبوت وکړو. 9هغه نبى چې د سلامتۍ نبوت کوى، هم هغه وخت رښتيا ثابتيږى چې د زمونږ پلار له طرفه رالېږلے شوے دے، کله چې د هغۀ خبره رښتيا شى.“
10بيا حنانياه نبى د يرمياه نبى د غاړې نه د بوجې لرګے واخستو او ماته يې کړو، 11او حنانياه ټولو خلقو ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به په همدې شان د بابل د بادشاه نبوکدنضر بوجه د هر قوم د غاړې نه په دوو کالونو کښې ماته کړم.“ بيا يرمياه نبى لاړو.
12کله چې حنانياه د يرمياه نبى د غاړې نه د بوجې لرګے ماته کړو، نو د زمونږ پلار کلام يرمياه ته راغلو چې،
13”لاړ شه، حنانياه ته ووايه چې، زمونږ پلار فرمائى چې، تا د لرګى بوجې ماتې کړې خو د اوسپنې به جوړې کړې. 14ځکه چې د آسمان د لښکرو پلار، د اِسرائيل زمونږ پلار داسې فرمائى چې، ما د دې ټولو قومونو په غاړو باندې د اوسپنې بوجه کېښوده چې د بابل د بادشاه نبوکدنضر خدمت وکړى، او هغوئ به يې وکړى. ما خو هغۀ ته د ځنګل ځناور هم ورکړل.“
15”يرمياه نبى حنانياه نبى ته ووئيل چې، ’اورې، اے حنانياه! زمونږ پلار تۀ نۀ يې رالېږلے؛ تا دا قوم په دروغو باندې باور کول ورزده کړل.‘
16نو زمونږ پلار فرمائى چې، زۀ به تا په دې کال کښې د زمکې د مخ نه لرې کړم؛ تۀ به مرې، ځکه چې تا د زمونږ پلار په خلاف د بغاوت تبليغ وکړو.“
17او حنانياه نبى هم په هغه کال کښې، په اووم مياشت کښې مړ شو.