زۀ به چپ نۀ شم
يو څوک چوپ پاتې کېدو ته غاړه نه ږدي تر هغه چې د يروشلم ژغورنه ښکاره شي، او څوکيداران ګماري چې شپه او ورځ زموږ پلار ته ټينګار وکړي. د هغې نومونه بدلېږي: نه پرېښودل شوې او ويجاړه، بلکې زما خوښي په هغې کې ده، او واده شوې. د هغې پلار پر هغې داسې خوشحالېږي لکه زوم چې خوشحالېږي.
62 1د صيون دپاره به زۀ چپ نۀ شم، او د يروشلم دپاره به زۀ آرام ونۀ کړم، ترڅو چې د هغې صداقت د سحر په شان رڼا ونۀ کړى، او د هغې خلاصون د بلېدونکى مشعل په شان ونۀ ځلېږى. 2قومونه به ستا صداقت وينى، او ټول بادشاهان به ستا لوئى؛ او تا ته به په يو نوى نوم سره آواز وشى چې هغه به يې ستا پلار پخپله درکوى. 3تۀ به د پلار په لاس کښې د ښکُلا تاج يې، د زمونږ پلار په لاس کښې د بادشاهۍ تاج. 4نور به تا ته پرېښودلے ونۀ وائى، او نۀ به ستا مُلک ويران نومولے شى؛ بلکې تا ته به حفصيبه آواز وشى—زما خوشحالى په هغې کښې ده—او ستا مُلک ته به بعُوله—وادۀ شوے؛ ځکه چې د زمونږ پلار زړۀ په تا خوشحالېږى، او ستا مُلک به وادۀ شى. 5ځکه چې لکه څنګه چې يو ځوان سړے له يوې ځوانې ښځې سره وادۀ کوى، هم هغه شان به ستا زامن له تا سره وادۀ کوى؛ او لکه څنګه چې زوم په خپله ناوې خوشحالېږى، هم هغه شان به ستا پلار په تا خوشحالېږى.
6اے يروشلمه، ستا په ديوالونو باندې ما څوکيداران ودرول؛ ټوله ورځ او ټوله شپه به هغوئ هيچرې چپ نۀ وى. اے تاسو چې پلار ته يادونه کوئ، ځان ته آرام مۀ ورکوئ، 7او هغۀ ته آرام مۀ ورکوئ ترڅو چې هغه يروشلم قائم کړى او هغه په ټوله زمکه کښې د ثناء وړ وګرځوى.
8زمونږ پلار په خپل ښى لاس قسم خوړلے دے، او د خپل زور په بازو: ”زۀ به بيا هيچرې ستا غله ستا دښمنانو ته د خوراک دپاره حواله نۀ کړم، او نۀ به پردى هغه نوے شراب څښى چې تا ترې دپاره مشقت کړے دے؛ 9بلکې کوم چې يې رېبى هغوئ به يې خورى او د پلار ثنا به کوى، او کوم چې يې راټولوى هغوئ به يې زما د مقدس مکان په صحنونو کښې څښى.“
10تېر شئ، له دروازو تېر شئ! د قوم دپاره لار تيار کړئ. جوړه کړئ، لويه لار جوړه کړئ؛ تيږې لرې کړئ؛ د قومونو له پاسه بيرغ اوچت کړئ.
11ګورئ، زمونږ پلار د زمکې تر غاړو اعلان کړے دے: د صيون لور ته ووايئ، ”ګوره، ستا خلاصون راروان دے؛ ګوره، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ بدله د هغۀ په مخکښې ده.“ a a v11 مکاشفه ۲۲:۱۲ دا راروان کس په نامه يادوى—عيسىٰ فرمائى، ”ګوره، زۀ به ژر راځم، او خپل اجر به زۀ له ځان سره راوړم.“
12او هغوئ ته به مقدس قوم آواز وشى، د زمونږ پلار خلاص شوى؛ او تا ته به لټولے شوے، هغه ښار چې نۀ دے پرېښودلے شوے، آواز وشى.