د خواره شوو وېښتانو نښه
هغه په توره خپل سر او ږیره خریي او وېښته په وزن وېشي، هره درېیمه برخه سوځول کېږي، وهل کېږي یا خورېږي، د ښار د برخلیک په توګه. زموږ پلار وايي چې یروشلم، چې د قومونو په منځ کې ایښودل شوی، تر هغوی بدتره سرکشي وکړه.
5 1”اے اِبن آدمه، تۀ د نائى د پاکى په شان يوه تېره تُوره واخله او په خپل سر او ږيره يې تېره کړه. بيا ترازو راواخله او وېښتان ووېشه. 2کله چې د محاصرې ورځې پوره شى، نو يوه دريمه برخه د ښار په مينځ کښې په اور کښې وسوزوه. يوه دريمه برخه واخله او د ښار چاپېره يې په تُوره ووهه. يوه دريمه برخه هوا ته خواره کړه، او زۀ به د هغوئ پسې تُوره راوباسم. 3او د هغو نه څو يو واخله او د خپلې جامې په لمن کښې يې وتړه. 4بيا د دې نه څو يو واخله، په اور کښې يې واچوه او هلته يې وسوزوه. له هغه ځايه به اور د اِسرائيل ټول کور ته خور شى.‘“
5مالِک پلار داسې فرمائى: دا يروشلم دے. ما دا د قومونو په مينځ کښې قائمه کړه، او چاپېره يې ملکونه دى. 6خو هغې زما د احکامو خلاف د نورو قومونو نه په زياته بدۍ سره بغاوت وکړو، او زما د قانُونونو خلاف د خپلو چاپېره ملکونو نه زيات؛ ځکه چې هغوئ زما احکام رد کړل او زما په قانُونونو عمل ونۀ کړو.
7نو مالِک پلار داسې فرمائى، ”ځکه چې تاسو د خپلو چاپېره قومونو نه زيات باغيان شوئ، نۀ مو زما په قانُونونو عمل وکړو او نۀ مو زما احکام وساتل، بلکې د خپلو چاپېره قومونو په قاعدو هم عمل ونۀ کړو، 8نو ځکه مالِک پلار داسې فرمائى، ’ګوره، زۀ پخپله ستاسو خلاف يم، او زۀ به د قومونو په مخکښې ستاسو په مينځ کښې عدالت جارى کړم. 9ستاسو د ټولو نفرتناکو کارونو په سبب به زۀ ستاسو په مينځ کښې هغه څۀ وکړم چې نۀ مې کله مخکښې کړى دى او نۀ به يې بيا کله کوم. 10نو ستاسو په مينځ کښې به مور او پلار خپل بچى وخورى، او بچى به خپل مور او پلار وخورى. زۀ به ستاسو خلاف عدالت جارى کړم او ستاسو ژوندى پاتې شوى به ټول هوا ته خواره کړم.‘
11”څنګه چې زۀ ژوندے يم، مالِک پلار فرمائى، نو ځکه چې تاسو زما مقدس ځائ په خپلو ټولو ناپاکو شيانو او نفرتناکو کارونو سره ناپاک کړو، زۀ به پخپله لرې شم؛ نۀ به زۀ په چا رحم وکړم او نۀ به ترس وښايم. 12’ستاسو يوه دريمه برخه به ستاسو په مينځ کښې په وبا يا په قحط سره مرى؛ يوه دريمه برخه به ستاسو چاپېره په تُوره سره پرېوځى؛ او يوه دريمه برخه به زۀ هوا ته خواره کړم، او تُوره راايستلې به د هغوئ پسې شم.
13”بيا به زما غضب پوره شى، او زۀ به د هغوئ خلاف خپل قهر ماړه کړم او تسلى به ومومم. او کله چې زۀ خپل قهر په هغوئ تويه کړم، نو هغوئ به پوه شى چې ما، د هغوئ پلار، په خپل غيرت کښې فرمائيلى دى.
14”زۀ به تاسو د خپلو چاپېره قومونو په مينځ کښې ويجاړ او رُسوا کړم، د هر هغه چا په مخکښې چې تېرېږى. 15کله چې زۀ په قهر، غضب او سخت عتاب سره ستاسو خلاف عدالت جارى کړم، نو تاسو به د خپلو چاپېره قومونو دپاره د رُسوائۍ او ملنډو، او د عبرت او وحشت باعث شئ. ما، ستاسو پلار، دا فرمائيلى دى. 16کله چې زۀ تاسو باندې د قحط مهلک غشى وولم، چې ستاسو د تباهۍ دپاره لېږلى شوى دى، نو زۀ به قحط نور هم زيات کړم او ستاسو د خوراک رسد به بند کړم. 17زۀ به ستاسو خلاف قحط او وحشى ځناور ولېږم؛ هغه به تاسو بېاولاده کړى. وبا او وينې تويول به ستاسو په مينځ کښې تېر شى، او زۀ به تاسو باندې تُوره راولم. ما، ستاسو پلار، دا فرمائيلى دى.‘“