پلار د يروشلم د محاصرې نښه ښائى
حزقیال زموږ د پلار محاصره د کوڅې د تماشې په توګه ښيي: یوه خښته چې یروشلم پرې کښل شوی، د اوسپنې تابه د دېوال پر ځای، ۳۹۰ ورځې پر یوه اړخ او څلوېښت پر بل اړخ پرېوتل، په اندازه ډوډۍ او پیمانه شوې اوبه. هغه پر انساني نجاست د پخلي اعتراض کوي او پر ځای یې د غوا سرګین ورکول کېږي.
4 1”اے اِبن آدمه، تۀ يوه خښته راواخله، خپلې مخکښې يې کېږده او په هغې باندې يو ښار يعنې يروشلم نقش کړه. 2په هغه باندې محاصره کوه، د هغه په مقابله کښې د محاصرې ديوال جوړ کړه، د هغه په خلاف خاورين تودے جوړ کړه، د هغه په مقابله کښې لښکرګاهونه کېږده او د هغه چاپېره د ماتولو ماشينونه ودروه. 3يوه اوسپنيزه تابه راواخله، هغه ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنيز ديوال په شان کېږده. مخ دې هغې ته واړوه، هغه به تر محاصرې لاندې وى او تۀ به پرې محاصره تنګوې. دا د اِسرائيل د کور دپاره يوه نښه ده.
4”تۀ په خپل کيڼ اړخ باندې وغزيږه او د اِسرائيل د کور ګناه پرې کېږده. څومره ورځې چې پرې غزيدلے يې، تۀ به د هغوئ ګناه په ځان اخلې. 5ځکه چې ما د هغوئ د ګناه کالونه ستا دپاره د ورځو په شمېر مقرر کړى دى، درې سوه نوے ورځې، نو تۀ به د اِسرائيل د کور ګناه په ځان اخلې.
6”کله چې دا پوره کړې، نو بيا په خپل ښى اړخ باندې وغزيږه او څلوېښت ورځې د يهوداه د کور ګناه په ځان واخله؛ ما هرې ورځې ته يو کال مقرر کړے دے. 7د يروشلم د محاصرې په طرف مخ واړوه، په لوڅ لاس او د هغه په خلاف نبوت کوه. 8وګوره، زۀ به تا په رسو وتړم چې تۀ د يوې خوا نه بلې خوا ته ونۀ اوختے شې ترڅو چې د خپلې محاصرې ورځې پوره کړې.
9”تۀ غنم، وربشې، لوبيا، مشنګ، شولې او کبل راواخله، هغه په يوه لوښى کښې کېږده او ترې نه ډوډۍ جوړه کړه. دا به تۀ هغه ورځو کښې خورې کله چې په خپل اړخ غزيدلے يې، درې سوه نوے ورځې. 10هغه خوراک چې تۀ يې خورې هغه په تول وخوره، هرې ورځې نژدې اته انسې؛ دا په مقرره وختونو کښې وخوره. 11اوبۀ په ناپ باندې وڅښه، هرې ورځې نژدې يو پاؤ؛ دا په مقرره وختونو کښې وڅښه. 12تۀ به دا د وربشو د ماړو په شان خورې، هغه به د خلقو د ګوهو په اور باندې د خلقو مخکښې پخوې.“ 13او زمونږ پلار وفرمائيل چې، ”په دې شان به د اِسرائيل بچى خپله ډوډۍ ناپاکه خورى، په هغه قومونو کښې چې زۀ به يې ګرزوم.“
14بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه پلاره! ما هيچرې ځان ناپاک نۀ دے کړے. د خپلې ځوانۍ نه تر اوسه ما هيڅ داسې شے نۀ دے خوړلے چې پخپله مړ شوے وى يا د ځناورو نه څيرے شوے وى، او زما خولې ته هيڅ ناپاک غوښه نۀ ده ننوتلې.“
15هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”وګوره، زۀ تا له اِجازت درکوم چې د خلقو د ګوهو پر ځائ د غوايانو ګوهه استعمال کړې ترڅو چې خپله ډوډۍ پرې پخه کړې.“
16هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے اِبن آدمه، وګوره، زۀ په يروشلم کښې د ډوډۍ لښته ماتوم. هغوئ به ډوډۍ په تول باندې او په پرېشانۍ سره خورى او اوبۀ به په ناپ باندې او په بدحالۍ سره څښى، 17ځکه چې ډوډۍ او اوبۀ به کمې شى. هغوئ به يو بل ته په حېرانتيا سره ګورى او په خپله ګناه کښې به ورکيږى.“