خوشحاله ورکوونکے
پولوس لا دمخه مقدونيې ته فخر کړی و چې اخائيه چمتو ده، نو سړي مخکې لېږي. هغه غواړي چې ډالۍ په خوښه ورکړل شي، هېڅکله د فشار لاندې ونه ايستل شي، ځکه چې زموږ پلار خوشحاله ورکوونکی خوښوي، او ځکه چې دا پيسې د هغو خلکو په منځ کې شکر ګرځي چې قرنتسيان به يې هېڅکله ونه ويني.
9 1د مالِک د خلقو د خدمت په حقله زۀ ضرورت نۀ لرم چې تاسو ته وليکم، 2ځکه چې زۀ ستاسو زوق پوهيږم، او زۀ د تاسو په حقله د مکدُنيا د خلقو سره فخر کوم چې اخايه تېر کال راسې تيار دے، او ستاسو جوش د هغوئ ډېرى ګرم کړى دى. 3نو ما ورُوڼه درلېږل دې دپاره چې ستاسو په حقله زمونږ فخر په دې خبره کښې بېکاره ثابت نۀ شى، چې تاسو به تيار ياست، لکه څنګه ما چې ووئيل. 4کۀ داسې نۀ وى، چې د مکدُنيا خلق زما سره راشى او تاسو ناتيار ومومى، نو مونږ به شرمنده شُو، او تاسو خو به نور هم شرمنده شئ، په دومره اعتماد باندې. 5نو ما ضرورى وګڼله چې ورُوڼو ته درخواست وکړم چې تاسو ته مخکښې لاړ شى او هغه فياضانه بخشش چې تاسو يې لوظ کړے وو هغه مخکښې نه تيار کړى، دې دپاره چې هغه د خوښۍ د بخشش په توګه تيار وى، نۀ د داسې څۀ په شان چې په زړۀنازړه ورکړے شى.
6دا خبره ياده ساتئ چې، څوک چې لږ کرى هغه به هم لږ رېبى، او څوک چې په فياضۍ سره کرى هغه به هم په فياضۍ سره رېبى. 7هر څوک دې هغه شان ورکوى څنګه چې هغۀ په خپل زړۀ کښې اراده کړې ده، نۀ په بېزړۀ توګه او نۀ په زورۀ، ځکه چې زمونږ پلار د خوشحاله ورکوونکى سره مينه کوى. 8زمونږ پلار دا طاقت لرى چې ټول فضل درباندې راڅاڅوى، دې دپاره چې تاسو تل په هر څۀ کښې هر څۀ چې درته په کار وى هغه لرئ او په هر نيک کار کښې ډېر شئ. 9لکه څنګه چې ليکلے شوے دے چې، ”هغۀ خپل بخششونه غريبانو ته خواره کړل، او د هغۀ صداقت تل دپاره قائم دے.“
10هغه چې کروونکى ته تخم او د خوراک دپاره ډوډۍ ورکوى هغه به ستاسو تخم درکوى او زيات به يې کړى، او ستاسو د صداقت حاصل به زيات کړى. 11تاسو به په هر څۀ کښې غنى کړے شئ چې ټوله فياضى وکړئ، کومه فياضى چې زمونږ په وسيله د زمونږ پلار شکر پېدا کوى. 12دا خدمت چې تاسو يې کوئ نۀ صرف د مالِک د خلقو ضرورتونه پوره کوى، بلکې د زمونږ پلار د شکر په ډېرو کارونو کښې هم غاړه ماتوى. 13د دې خدمت په ذريعه ثابت شوى، نور خلق به د زمونږ پلار ثناء وکړى، ستاسو د هغې تابعدارۍ دپاره چې تاسو د مسيح د اِنجيل اقرار کوئ، او ستاسو د هغې فياضانه شراکت دپاره چې تاسو يې له او د نورو ټولو سره کوئ. 14تاسو دپاره په خپلو دُعاګانو کښې به هغوئ ستاسو ارمان کوى، د هغه بېحده فضل په سبب چې زمونږ پلار درکړے دے. 15د زمونږ پلار شکر دې وى د هغۀ د هغه بخشش دپاره چې د بيان نه بهر دے!