د لويې کسبۍ څرګندېدل
یوه پرښته یوحنا ته یوه ښځه ورښيي چې ارغواني جامې يې اغوستې دي، د عيسىٰ د شاهدانو په وينو مسته ده، او پر یوه سور ځناور سپره ده. یوحنا حیران شي؛ پرښته ورته د سرونو او ښکرونو مانا بیانوي. په پای کې ځناور او د هغه پاچايان پر هغې راګرځي او سوځوي يې، او په دې توګه د زموږ د پلار موخه پوره کوي.
17 1د هغه اوو فرښتو نه چې اوۀ پيالې يې درلودې، يوې راغله او ما سره يې خبرې وکړې، ”راشه، زۀ به تا له د هغې لويې کسبۍ سزا وښايم چې په ډېرو اوبو باندې ناسته ده. 2د زمکې بادشاهانو د هغې سره زنا وکړه، او د زمکې اوسېدونکى د هغې د زنا په شراب باندې مست شول.“ 3نو هغۀ زۀ په روح کښې يوې بيابانى زمکې ته بوتلم، چرته چې ما يوه ښځه وليدله چې په سور ځناور باندې ناسته وه. په دغه ځناور باندې د کفر نومونه ليکلى وُو، او اوۀ سرونه او لس ښکرونه يې درلودل. 4دغې ښځې ارغوانى او سرې جامې اغوستې وې، او په سرو زرو، قيمتى ګاڼو او ملغلرو سينګار شوې وه، او د هغې په لاس کښې يوه د سرو زرو پياله وه چې د کرغېړنو شيانو او د هغې د زنا د ناپاکۍ نه ډکه وه. 5د هغې په تندى باندې يو نوم ليکلے وو، يو راز، ”لوئ بابل، د کسبو مور او د زمکې د کرغېړنو شيانو مور.“
6ما وليدله چې دغه ښځه د مقدسينو په وينو او د عيسىٰ د شاهدانو په وينو باندې مسته وه. کله چې ما هغه وليدله، نو زۀ ډېر حېران شوم.
7فرښتې راته ووئيل، ”ولې حېرانېږې؟ زۀ به تا له د دې ښځې او د هغه ځناور راز ووايم چې دا يې اوچتوى، هغه چې اوۀ سرونه او لس ښکرونه لرى. 8دا ځناور چې تا وليدو، وو خو اوس نشته، او نژدے دے چې د هغه بېانتها کنده نه راپورته شى او خپل تباهۍ ته لاړ شى. د زمکې هغه اوسېدونکى چې نومونه يې د دُنيا د بنياد نه د ژوندون په کتاب کښې ليکلى نۀ وُو، هغوئ به دغه ځناور په ليدو حېران شى، ځکه چې دا وو، او اوس نشته، او بيا به راشى.
9دا کار يو عقلمند ذهن غواړى، دغه اوۀ سرونه اوۀ غرونه دى چې دغه ښځه پرې ناسته ده، او هغوئ اوۀ بادشاهان هم دى. 10پنځۀ پرېوتل، يو شته دے، او بل لا تر اوسه نۀ دے راغلے، او کله چې راشى، نو هغه له لږ وخت ترپاتې کېدل په کار دى. 11او دغه ځناور چې وو او اوس نشته، دا پخپله اتم دے، خو د دغو اوو نه يو دے، او خپل تباهۍ ته روان دے. 12دغه لس ښکرونه چې تا وليدل، لس بادشاهان دى چې لا تر اوسه يې بادشاهى نۀ ده ترلاسه کړې، خو د دغه ځناور سره به د يو ګنټې دپاره د بادشاهانو په شان اِختيار ترلاسه کړى. 13دا د يو ذهن دى، او هغوئ خپله طاقت او اِختيار دغه ځناور ته سپارى.
14هغوئ به د ګډوريانى په خلاف جنګ وکړى، او ګډوريانے به په هغوئ غالب شى، ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او څوک چې د هغۀ سره دى هغوئ بللى شوى، غوره کړى شوى او وفادار دى.“ 15فرښتې راته ووئيل، ”هغه اوبۀ چې تا وليدلې، چرته چې دغه کسبۍ ناسته ده، هغه قومونه، ګڼه ګوڼه، خلق او ژبې دى. 16دغه لس ښکرونه چې تا وليدل، او دغه ځناور، به د دغې کسبۍ نه نفرت وکړى. هغوئ به هغه اجاړه او بربنډه پرېږدى، د هغې غوښه به وخورى، او په اور به يې بالکل وسوزوى. 17ځکه چې زمونږ پلار دا د هغوئ په زړونو کښې واچول چې د هغۀ مرضى پوره کړى، په يو ذهن کښې يو شى، او خپله بادشاهى دغه ځناور ته وسپارى، ترڅو چې د زمونږ پلار خبرې پوره شى. a a v17 حتىٰ هغه باغى بادشاهان چې د ځناور خدمت کوى، د زمونږ پلار مرضى پوره کوى. هغه تاريخ د ګډوريانى د فتحې په لور بيائى. 18دغه ښځه چې تا وليدله، هغه لوئ ښار دے چې د زمکې په بادشاهانو باندې حکومت کوى.“