چاپ شوی
کتاب

د خلاصون دپاره د داؤد فرياد

د داؤد شګايون، چې هغۀ دا د بن‌يمينى کوش په حقله زمونږ پلار ته وسندرو.

د کوش بنیامیني لخوا تورن شوی، داؤد قسم خوري: که ما ملګري ته په بدۍ بدله ورکړې وي، نو دښمن دې مې په خاورو کې لتاړ کړي. هغه له خپل پلار څخه، هغه قاضي چې زړونه لټوي، غواړي چې عمل وکړي، او ګوري چې ظالمان په خپله کنده کې لوېږي.

څپرکی 7.

اے زما پلاره، زۀ په تا پناه اخلم؛ ما د هغه ټولو نه چې ما پسې راځى خلاص کړه، او ما وژغوره، کۀ نه نو هغه به ما د زمرى په شان څيرې کړى، ما به ټوټې ټوټې کړى او څوک به نۀ وى چې بچ يې کړى. اے زما پلاره، کۀ ما دا کړى وى — کۀ زما په لاسونو کښې کومه بدى وى، کۀ ما خپل دوست ته د بدۍ بدله ورکړې وى، يا مې بې‌سببه خپل دُښمن لوټلے وى، نو بيا دې دُښمن ما پسې راشى او ما ونيسى، زما ژوند دې په زمکه ولتاړى او زما عزت دې په خاورو کښې کېنوى.

پاڅه، اے زما پلاره، په خپل غضب کښې؛ زما د دُښمنانو د قهر خلاف راپاڅه؛ زما دپاره راويښ شه — تا عدالت مقرر کړے دے. د قومونو مجلس دې ستا چاپېره راجمع شى؛ د هغوئ د پاسه په اوچت ځائ کښېنه. زمونږ پلار د قومونو عدالت کوى. اے زما پلاره، زما د صداقت مطابق او زما په زړۀ کښې د موجودې پاکۍ مطابق زما حق راکړه. د بدکارانو بدى ختمه کړه، خو صادقان کلک وساته — تۀ چې د عقلونو او زړونو پلټنه کوې، اے صادق پلاره. زما ډال زما پلار دے، څوک چې د زړۀ نېک خلق خلاصوى. زمونږ پلار صادق قاضى دے، داسې خُدائ پاک چې هره ورځ غصه وى. کۀ څوک توبه ونۀ باسى، نو زمونږ پلار به خپله تُوره تېره کړى؛ هغۀ خپله لېنده راکش کړې او تياره کړې ده. هغۀ خپلې مرګونې وسلې تيارې کړې دى؛ هغه خپل غشى د اور لمبې غوندې جوړوى. وګوره چې بدکار سړے د بدۍ نه ډک دے؛ هغه د فساد حمل اخلى او دروغ زيږوى. هغه يوه کنده کيندى او ژوره يې کوى، خو په هغه کنده کښې چې پخپله يې جوړه کړې ده پرېوځى. د هغۀ فساد د هغۀ په خپل سر راګرځى؛ د هغۀ ظلم د هغۀ په خپله کوپړۍ راکوزيږى. زۀ به د خپل پلار د صداقت دپاره شُکر ادا کوم، او زۀ به د خپل پلار، د تر ټولو اوچت، د نوم ثنا وايم.