په تيارۀ کښې د داؤد چغه
د موسيقۍ د مشر دپاره؛ د تاروو د سازونو سره، د شمينيت په طرز. د داؤد زبور.
داؤد ناروغ دی او له وېرې رپېږي، ټوله شپه یې بستر په اوښکو لوند کړی او ستړی شوی، او پوښتي چې تر کله. هغه استدلال کوي چې مړي ستاینه نه شي کولی. بیا دعا اوړي: پلار یې د هغه ژړا اورېدلې، او هغه خپل دښمنان شړي.
6 1اے پلاره، په خپل قهر کښې ما ملامت مۀ کوه او نۀ په خپل غضب کښې ما ته سزا راکوه. 2اے پلاره، ماباندې رحم وکړه، ځکه چې زۀ کمزورے يم؛ اے پلاره، ما روغ کړه، ځکه چې زما هډوکى له وېرې رپيږى.
3زما روح له وېرې رپيږى. خو تۀ، اے پلاره - تر کومه وخته؟ 4اے پلاره، ما ته راوګرځه؛ زما ژوند وژغوره. د خپلې مينې په سبب ما خلاص کړه.
5ځکه چې په مرګ کښې ستا ياد نشته؛ په قبر کښې، څوک به ستا ثناء وائى؟
6زۀ د خپلو آهونو نه ستومانه شوے يم. ټوله شپه زۀ خپل بستر په اوښکو ډوبوم؛ په خپله ژړا يې لمدوم.
7زما سترګې د غم نه ستومانه شوې دى؛ د خپلو ټولو دښمنانو په سبب کمزورې شوې دى. 8اے تاسو ټولو چې بدى کوئ، زما نه لرې شئ، ځکه چې زما پلار زما د ژړا اواز واورېدو. 9زما پلار زما د رحم فرياد واورېدو؛ زما پلار زما دُعا قبلوى. 10زما ټول دښمنان به شرمنده شى او له وېرې به رپيږى؛ هغوئ به بيرته وګرځى او ناڅاپه به رُسوا شى.