سحر وختى تۀ اورې
د سندرو د مشر دپاره، د بانسرو سره. د داؤد زبور.
د سهار یوه دعا چې وړاندې کېږي او بیا یې انتظار کېږي، لکه یوه دعوه چې سهار وختي ثبت شي. د دښمنانو ستوني یې خلاص قبرونه دي او خبرې یې غوړه مالي. داؤد له خپل پلار څخه غواړي چې د هغو کسانو له څنګه چې د هغه د لوېدو هیله لري، په سمه لاره یې بوځي.
5 1اے پلاره، زما خبرو ته غوږ ونيسه؛ زما کړيکو ته پام وکړه. 2اے زما بادشاه او زما پلاره، زما د فرياد اواز ته غوږ ونيسه، ځکه چې زۀ تا ته دُعا کوم.
3اے پلاره، سحر وختى تۀ زما اواز اورې؛ سحر وختى زۀ خپله دُعا تا ته وړاندې کوم او په اُميد سره انتظار باسم. 4ځکه چې تۀ داسې پلار نۀ يې چې په بدۍ خوشحاليږى؛ بدى ستا سره اوسېدلے نۀ شى. 5کبرژن ستا د سترګو مخکښې ودرېدلے نۀ شى؛ تۀ له ټولو بدکارانو نه نفرت کوې. 6تۀ هغه کسان هلاکوې چې دروغ وائى؛ زما پلار د وينو تږو او دوکه بازو نه نفرت کوى.
7خو زۀ به ستا د ډېرې وفاداره مينې په سبب ستا کور ته راشم؛ زۀ به ستا په ويره ستا د پاک عبادت خانې په لور سر ټيټ کړم. 8اے پلاره، ستا د صداقت په لار ما روان کړه، د هغو کسانو په سبب چې زما د راغورځېدو انتظار باسى؛ خپله لار زما مخکښې سيده کړه. 9ځکه چې د هغوئ په خوله کښې هيڅ د اعتبار وړ خبره نشته؛ د هغوئ باطن تباهى دے. د هغوئ مرۍ کُهلے قبر دے؛ هغوئ په خپلو ژبو خوشامد کوى. 10اے پلاره، هغوئ ګنهګار اعلان کړه؛ پرېږده چې د خپلو چلونو له کبله راوغورځى. د هغوئ د ډېرو بغاوتونو په سبب هغوئ وباسه، ځکه چې هغوئ ستا خلاف بغاوت کړے دے. a a v10 داؤد د انصاف دپاره خپل سوزناک فرياد سيده زمونږ پلار ته وړاندې کوى، چې هغه يې نۀ ردوى بلکې قبلوى. دا هيله چې بدى دې ودرولې شى، په عيسىٰ کښې خپل بشپړ ځواب مومى، چې هغه هم کامل عادل او هم کامل رحم کوونکے دے.
11خو هغه ټول چې په تا پناه اخلى، دې خوشحالى وکړى؛ دوئ دې تل د خوشۍ سندرې ووائى. خپل سيورے په دوئ باندې خور کړه، چې هغه کسان چې ستا په نوم مينه کوى، په تا کښې د خوشۍ نه ډک شى. 12ځکه چې تۀ، اے زما پلاره، به صادقانو ته برکت ورکوې؛ تۀ يې په فضل سره لکه په ډال داسې راچاپېره کوې.