زۀ په سلامتۍ کښې څمله کوم
د موسيقۍ د مشر دپاره. د تارهدار سازونو سره. د داؤد يو زبور.
د شپې یوه دعا د خلکو په منځ کې د تهمت لاندې. داؤد له خپل پلار څخه غواړي چې ځواب ورکړي، هغو سړو ته چې شرموي یې وايي چې د تشو خبرو له مینې لاس واخلئ، او وايي چې کومه خوښي ورته ورکړل شوې تر ښه حاصل درنه ده. په پای کې په امن کې د خوب لپاره څملي.
4 1اے زما پلاره، چې زما د صداقت ساتونکے يې، کله چې زۀ تا ته آواز کوم نو جواب راکړه. زما په تنګسه کښې تا ما ته د ساه اخستلو ځائ راکړو؛ په ما رحم وکړه او زما دُعا واوره. 2اے خلقو، تر څو به زما عزت په شرم بدلوئ؟ تر څو به د بېکاره خبرو سره مينه کوئ او د دروغو پسې ګرځئ؟ a a v2 سلاه: په زبورونو کښې د موسيقۍ يا د عبادت يوه نښه ده؛ د دې صحيح معنىٰ معلومه نۀ ده، خو غالباً د يو ځنډ يا د موسيقۍ د وقفې نښه ده.
3خو پوهه شئ چې زمونږ پلار وفاداره سړے د ځان دپاره بېل کړے دے؛ کله چې زۀ زمونږ پلار ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى. 4ووېرېږئ او ګناه مۀ کوئ؛ په خپلو بسترو باندې خپل زړۀ وپلټئ او چپ شئ.
5د صداقت قربانۍ ورکړئ او په زمونږ پلار باندې توکل وکړئ. 6ډېر خلق وائى چې، ”څوک به مونږ ته کوم ښۀ شے وښايى؟“ اے زمونږ پلاره، د خپل مخ رڼا په مونږ باندې راوخوره!
7تا زما په زړۀ کښې هغه نه زياته خوشحالى اچولې ده چې هغوئ ته د دوئ د غلې دانې او نوى شرابو په فراوانۍ کښې وى. 8اے زما پلاره، زۀ به په سلامتۍ کښې څمله کوم او خوب کوم، ځکه چې يواځې تۀ يې چې ما په امن کښې ژوندے ساتې.