داؤد د اَبشالوم نه تښتى
د داؤد يو زبور، کله چې هغه د خپل زوئ اَبشالوم نه وتښتېدو.
داؤد دا هغه وخت ولیکه چې له خپل زوی ابی سلوم څخه تښتېده، او خلکو ویل چې د هغه لپاره هېڅ نجات نشته. هغه ځواب ورکوي چې پلار یې د هغه شاوخوا ډال دی، هغه چې د هغه سر پورته کوي، او ساده ثبوت وړاندې کوي: پرېوت، ویده شو، او راویښ شو.
3 1اے زما پلاره، زما دښمنان څومره ډېر دى! ډېر زما خلاف پاڅى.
2ډېر زما په حقله وائى چې، ”د دۀ دپاره په خُدائ پاک کښې هېڅ خلاصون نشته.“ a a v2 سېلاه د زبورونو په مينځ کښې خوارۀ شوے يو موسيقى يا د غور کولو نښه ده — غالباً د دې اِشاره ده چې ودرېږه او په هغه څۀ غور وکړه چې اوس وئيلے شو. 3خو تۀ، اے زما پلاره، زما چاپېره يوه ډال يې، زما لوئى او هغه يې چې زما سر اوچتوى.
4زۀ په چغو زما پلار ته فرياد کوم، او هغه زما جواب د خپل پاک غرۀ نه راکوى. 5زۀ پرېوتم او وېدۀ شوم؛ بيا راويښ شوم، ځکه چې زما پلار ما ساتى. 6زۀ به د هغو لس زره کسانو نه ونۀ يرېږم چې هر طرف نه يې زما خلاف ځانونه ولاړ کړى دى. 7اے زما پلاره، پاڅه! ما خلاص کړه! ځکه چې تا، اے زما پلاره، زما ټول دښمنان په زنه وهلى دى؛ د بدکارانو غاښونه دې مات کړى دى. 8خلاصون زما د پلار دے. ستا برکت دې ستا په قوم باندې وى.