چاپ شوی
کتاب

د داؤد خاموش پهره

د موسيقۍ د مشر دپاره، د يدوتون دپاره. د داؤد يو زبور.

داؤد هڅه وکړه چې هېڅ ونه وايي پداسې حال کې چې بدکاران ورته ګوري، او چوپتیا درد نور هم زیات کړ تر دې چې را وچاود. هغه څه چې بهر راوځي دا غوښتنه ده چې د هغه پلار ورته وښيي ژوند څومره لنډ دی — څو لوېشتې، یوه ساه — او د تګ نه مخکې ورته آرام ورکړي.

څپرکی 39.

ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپلو لارو ساتنه وکړم چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم؛ زۀ به په خپله خوله باندې پوزبند ساتم تردې چې بدکاران زما چاپېره وى.“ زۀ ګونګے او خاموش وم؛ حتىٰ د ښو شيانو په حقله مې هم خاموشى وکړه، او زما درد نور هم زيات شو. زما زړۀ ما له دننه تود شو؛ کله چې ما پرې فکر کوو، نو اور بل شو؛ نو بيا ما خبره وکړه: زما انجام راته وښيه، اے زما پلاره، او دا چې زما د ورځو اندازه څومره ده؛ ما ته پته راکړه چې زۀ څومره فانى يم.

وګوره، تا زما ورځې يوازې څو ګوتې اوږدې کړې، او زما عمر ستا په نظر کښې هېڅ نۀ دے. يقيناً هر انسان يوازې يو سا دے. يقيناً هر انسان د سيورى په شان ګرځى؛ يقيناً د هغوئ ټول تکليف بې فائدې دے؛ هغه مال دولت راټولوى خو نۀ پوهيږى چې څوک به يې راغونډ کړى. او اوس، اے مالِکه پلاره، زۀ د څۀ انتظار کوم؟ زما اُميد په تا دے. ما زما د ټولو سرکشيو نه خلاص کړه؛ ما د احمق د مسخرو نښه مۀ ګرځوه. زۀ ګونګے يم؛ زۀ خپله خوله نۀ پرانيزم، ځکه چې دا کار تا کړے دے. خپله ضربه زما نه لرې کړه؛ زۀ ستا د لاس د ګوزار نه ختمېږم.

تۀ انسان د ګناه په وجه په ملامتياؤ سره تاديب کوې؛ څۀ چې هغه خزانه ګڼى هغه د جامو د چينجى په شان خورې؛ يقيناً هر انسان يوازې يو سا دے. اے زما پلاره، زما دُعا واوره، او زما فرياد ته غوږ ونيسه؛ زما له اوښکو نه مخ مۀ اړوه؛ ځکه چې زۀ ستا سره يوازې يو مسافر يم، د خپلو ټولو پلرونو په شان يو مېلمه. ما نه مخ واړوه، چې زۀ بيا وخاندم، مخکښې لدې چې زۀ لاړ شم او بيا نۀ وم.