حکمت خپل کور جوړوى
دوه کورونه، دوه بلنې، چې دواړه هماغه ساده لارویان رابولي. د حکمت په کور کې دسترخوان غوړېدلی او ډوډۍ تیاره ده؛ د حماقت کور غلا شوې اوبه او په پټه خوړل شوې ډوډۍ وړاندې کوي. توپیر په بلنه کې نه دی، بلکې په هغه څه کې دی چې دننه انتظار کوي. د دواړو تر منځ د رټلو په اړه کرښې دي.
9 1حکمت خپل کور جوړ کړے دے؛ اوۀ ستنې يې تراشلى دى. a a v1 حکمت په عيسىٰ کښې پوره کيږى، چې هغه د خُدائ پاک حکمت دے — ۱-کورنتيان ۱:۲۴، ۳۰؛ کولسيان ۲:۳. 2هغې خپل څاروى حلال کړى دى؛ شراب يې ګډ کړى دى؛ دسترخوان يې هم تيار کړے دے. 3هغې خپلې وينځې لېږلى دى چې د ښار د اوچتو ځايونو نه آواز وکړى: 4”څوک چې ساده وى، هغه دې دلته راشى!“ هغه کس ته چې عقل نۀ لرى، هغې وائى، 5”راشئ، زما ډوډۍ وخورئ او هغه شراب وڅښئ چې ما ګډ کړى دى. 6خپلې سادهګۍ پرېږدئ، او ژوندى پاتې شئ؛ د فهم په لار باندې روان شئ.“ 7څوک چې ملنډې وهونکى ته نصيحت کوى، هغه په خپل ځان سپکاوے راولى، او څوک چې بدکاره سړے ملامتوى، هغه ته زيان رسيږى. 8ملنډې وهونکے مۀ ملامتوه، ګنې هغه به درسره کينه وکړى؛ عقلمند سړے ملامته کړه، نو هغه به درسره مينه وکړى. 9عقلمند سړى ته نصيحت وکړه، نو هغه به نور هم عقلمند شى؛ صادق سړى ته تعليم ورکړه، نو هغه به نور هم زيات زده کړى. 10د زمونږ پلار وېره د حکمت شروع ده، او د پاک ذات پېژندل فهم دے. 11ځکه چې زما په وسيله به ستا ورځې زياتې شى، او ستا ژوند ته به کالونه ورزيات شى. 12کۀ تۀ عقلمند يې، نو د خپل ځان دپاره عقلمند يې؛ کۀ تۀ ملنډې وهې، نو يواځې به تۀ يې برداشت کړې.
د بېعقلۍ دروغجنه بلنه
13د بېعقلۍ ښځه چغې وهونکې ده؛ هغه ساده ده او هيڅ نۀ پوهيږى. 14هغه د خپل کور په دروازه کښې ناسته وى، د ښار په اوچتو ځايونو کښې په يوه څوکۍ باندې، 15هغه کسانو ته آواز ورکوى چې تېريږى، چې په خپله لار سيده روان وى: 16”څوک چې ساده وى، هغه دې دلته راشى!“ او هغه کس ته چې عقل نۀ لرى، هغې وائى، 17”غلا شوى اوبۀ خوږې وى، او هغه ډوډۍ چې په پټه خوړلى شى مزيداره وى.“ 18خو هغه نۀ پوهيږى چې هلته مړى دى، چې د هغې مېلمانۀ د قبر په ژورو کښې دى.