چاپ شوی
کتاب

پلار د پناه ښارونه برابروى

زموږ پلار شپږ ښارونه بېلوي، څو هغه څوک چې په ناپوهۍ سره څوک ووژني، یو ځای ته وتښتي او مخکې له دې چې بدل یې واخیستل شي، د هغه خبره واورېدل شي. قاعدې روښانه دي: په دروازه کې خپله دعوه ووایه، تر محاکمې پورې هلته پاتې شه، او تر هغه وخته پاتې شه چې لوی کاهن مړ شي.

څپرکی 20.

بيا پلار يشوع ته وفرمائيل چې،

”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې، ’د پناه هغه ښارونه د ځان دپاره مقرر کړئ چې ما د موسىٰ په وسيله تاسو ته د هغوئ په حقله فرمائيلى وُو، ترڅو چې هر هغه څوک چې په ناپوهۍ کښې او بې‌ارادې يو سړے مړ کړى، هغه هلته وتښتى، ترڅو چې دا ستاسو دپاره د وينې د بدل اخيستونکى نه د پناه ځائ وى. څوک چې د دغو ښارونو يوۀ ته وتښتى، نو هغه دې د ښار د دروازې په دخل کښې ودريږى او د هغه ښار مشرانو ته دې خپل حال بيان کړى. هغوئ به هغه ننه بوزى، يو ځائ به ورکړى او خپلو کښې به يې اوسوى. کۀ د وينې بدل اخيستونکے د هغۀ پسې راشى، نو هغوئ دې دا قاتل هغۀ ته حواله نۀ کړى، ځکه چې هغۀ خپل ګاونډى په ناپوهۍ کښې وواهو، او مخکښې ترې هيڅ دُښمنى نۀ وه. هغه دې په دغه ښار کښې اوسيږى ترڅو چې د جماعت په مخکښې عدالت ته ودريږى، او ترڅو چې هغه لوئ اِمام مړ شى چې په هغه وخت کښې خدمت کوى. بيا دا قاتل کولے شى چې خپل ښار او کور ته بيرته لاړ شى، هغه ښار ته چې هغه ترې تښتېدلے وو.‘“

نو هغوئ په جليل کښې، د نفتالى په غرونو کښې قادس جُدا کړو؛ د اِفرائيم په غرونو کښې سِکم؛ او د يهوداه په غرونو کښې قريت اربع (يعنې حبرون). د اُردن د بلې غاړې، د يريحو ختيځ طرف ته، هغوئ د رُوبن د قبيلې نه په بيابان کښې په سطح مرتفع باندې بصر ورکړو، د جد د قبيلې نه په جِلعاد کښې راموت، او د منسى د قبيلې نه په بسن کښې جولان ورکړو. دا هغه ښارونه وُو چې د ټولو بنى اِسرائيلو او هغو پرديو دپاره مقرر شوى وُو چې د هغوئ په مينځ کښې اوسېدل، ترڅو چې هر هغه څوک چې يو سړے په بې‌ارادې مړ کړى، هغه هلته وتښتى او د وينې د بدل اخيستونکى په لاس ونۀ مرى، ترهغه چې د جماعت په مخکښې عدالت ته ودريږى.