د شمعون دپاره د پلار حصه
وروستي شپږ ویشونه، قبیله په قبیله، او شمعون د یهودا د ډېرې لویې برخې دننه ځای پر ځای کېږي. دان خپله سیمه له لاسه ورکوي او په زور بله سیمه په شمال کې نیسي. یوازې په پای کې یوشع د زموږ پلار په حکم یو ښار ترلاسه کوي — هغه سړي ته چې ځمکه یې ووېشله تر ټولو وروسته برخه ورکول کېږي.
19 1دوېمه قرعه د شمعون، يعنې د شمعون د اولاد د قبيلې دپاره د هغوئ د کورنو مطابق راووته. د هغوئ ميراث د يهوداه د ميراث په مينځ کښې وو. 2هغوئ ته د ميراث په توګه دا ملکونه ورکړے شول، بئرسبع، سبع، مولاده، 3حضار سوعال، باله، عضم، 4التولد، بتول، حُرمه، 5صقلج، بيت مرکبوت، حضار سوسه، 6بيت لباوت او شاروحن، دا دَيارلس ښارونه د هغوئ د کليو سره وُو؛ 7عين، رِمون، عاتر او عاشان، دا څلور ښارونه د هغوئ د کليو سره وُو؛ 8او د دې ښارونو نه چاپېره ټول کلى چې تر بعلت بير، يعنې د نجب رامه پورې وُو. دا د شمعون د قبيلې ميراث وو د هغوئ د کورنو مطابق. 9د شمعون ميراث د يهوداه د حصې نه راووت، ځکه چې د يهوداه حصه د هغوئ دپاره ډېره لويه وه، نو ځکه شمعون د يهوداه د علاقې په مينځ کښې ميراث وموندلو.
د زبولون دپاره د پلار حصه
10درېمه قرعه د زبولون د اولاد دپاره د هغوئ د کورنو مطابق راووته. د هغوئ د ميراث سرحد تر ساريد پورې رسيدلو. 11د هغوئ سرحد د لوېديځ په لور مرعله ته وختلو، دباشت ته ورسيدلو او د يقنعام د ختيځ هغه نهر ته رسيدلو. 12د ساريد نه دا د ختيځ په لور، د لمر د راختو په خوا، د کِسلوت تبور سرحد ته واوختلو، بيا دابرت ته او يافِع ته وختلو. 13د هغه ځائ نه دا د ختيځ په لور جت حِفر او عِت قاضين ته تيرو شولو او رِمون ته راووتلو، چې بيا نيعه ته اوړيدلو. 14د شمال په لور دا سرحد حناتون ته واوختلو او د يفتاح ايل په وادۍ کښې ختم شولو. 15دا کتات، نهلال، شِمرون، يداله او بيت لحم هم پکښې وُو، دا دولس ښارونه د هغوئ د کليو سره وُو. 16دا د زبولون د اولاد ميراث وو د هغوئ د کورنو مطابق، دا ښارونه د هغوئ د کليو سره.
د اِشکار دپاره د پلار حصه
17څلورمه قرعه د اِشکار دپاره، يعنې د اِشکار د اولاد دپاره د هغوئ د کورنو مطابق راووته. 18د هغوئ په علاقه کښې يزرعيل، کسُلوت، شونيم، 19حفارائيم، شِيون، اناحرت، 20ربيت، قِشيون، ابض، 21رامت، عين جنيم، عين حده او بيت فضيض وُو. 22دا سرحد تبور، شحضيمه او بيت شمس ته رسيدلو او په اُردن کښې ختم شولو. دا شپاړس ښارونه د هغوئ د کليو سره وُو. 23دا د اِشکار د اولاد د قبيلې ميراث وو د کورنو مطابق، دا ښارونه د هغوئ د کليو سره.
د اِشير دپاره د پلار حصه
24پنځمه قرعه د اِشير د اولاد د قبيلې دپاره د هغوئ د کورنو مطابق راووته. 25د هغوئ په علاقه کښې حلقت، حلى، باطن، اکشاف، 26المِلک، عماد او مِشال وُو. د لوېديځ په لور دا کرمِل او شيحور لِبنات ته رسيدلو. 27بيا دا د ختيځ په لور بيت دجون ته واوختلو، زبولون او د يفتاح ايل وادۍ ته ورسيدلو، د شمال په لور بيت عِمق او نعيئيل ته لاړو او د کبول کيڼ طرف ته راووتلو، 28او عبرون، رحوب، حمون او قانه هم پکښې وُو چې تر لوئ صيدا پورې رسيدلو. 29دا سرحد رامه او د صور قلعه بند ښار ته واوختلو، بيا حوسه ته واوختلو او د اکزيب په علاقه کښې په سمندر کښې ختم شولو، 30او عُمه، افيق او رحوب هم پکښې وُو، دا دوه ويشت ښارونه د هغوئ د کليو سره وُو. 31دا د اِشير د اولاد د قبيلې ميراث وو د هغوئ د کورنو مطابق، دا ښارونه د هغوئ د کليو سره.
د نفتالى دپاره د پلار حصه
32شپږمه قرعه د نفتالى د اولاد دپاره، يعنې د نفتالى د اولاد دپاره د هغوئ د کورنو مطابق راووته. 33د هغوئ سرحد د حالف نه، د ضعنيم د بلوط د ونې نه، د ادمى نِقب او يبنيل نه تيريدلو او تر لقوم پورې لاړو، چې په اُردن کښې ختم شولو. 34دا سرحد د لوېديځ په لور ازنوت تبور ته واوختلو او د هغه ځائ نه حُقوق ته لاړو، د جنوب په لور زبولون ته، د لوېديځ په لور اِشير ته او د لمر د راختو په لور په اُردن کښې يهوداه ته ورسيدلو. 35قلعه بند ښارونه دا وُو، صدِيم، صير، حمات، رقت، کِنيرت، 36ادامه، رامه، حاضور، 37قادِس، ادرعى، عين حاضور، 38يِرون، مِجدليل، حُريم، بيت عنات او بيت شمس، دا نولس ښارونه د هغوئ د کليو سره وُو. 39دا د نفتالى د اولاد د قبيلې ميراث وو د هغوئ د کورنو مطابق، دا ښارونه د هغوئ د کليو سره.
د دان دپاره د پلار حصه
40اوومه قرعه د دان د اولاد د قبيلې دپاره د هغوئ د کورنو مطابق راووته. 41د هغوئ د ميراث په علاقه کښې صرعه، اِشتاؤل، عير شمس، 42شعلبين، ايلون، يِتله، 43ايلون، تِمنه، عقرون، 44التقيه، جِبتون، بعلت، 45يِهود، بنى برق، جت رِمون، 46مى يرقون او رقون وُو چې علاقه يې د يافا مخامخ وه. 47کله چې د دان د اولاد علاقه د هغوئ د لاسه ووته، نو هغوئ واوختل، د لِشم خلاف يې جنګ وکړو، هغه يې ونيولو، په تُوره يې ووهلو، په قبضه يې کړو، هلته اوسيدل او د لِشم نوم يې بدل کړو، دان، د خپل پلار دان په نامه. 48دا د دان د قبيلې ميراث وو د هغوئ د کورنو مطابق، دا ښارونه د هغوئ د کليو سره.
يشوع ته د پلار بخښنه
49کله چې اِسرائيليانو د خپلو سرحدونو مطابق د ملک ويشل خلاص کړل، نو هغوئ د نون زوئ يشوع ته د ځان په مينځ کښې ميراث ورکړو. 50د زمونږ پلار په حُکم هغوئ هغه ښار هغۀ ته ورکړو چې هغۀ غوښتلے وو، يعنې د اِفرائيم په غرنۍ علاقه کښې تِمنت سارح. هغۀ هغه بيا جوړ کړو او هلته اوسيدلو. 51دا هغه ميراثونه دى چې اِليعزر کاهن، د نون زوئ يشوع او د اِسرائيل د قبيلو د کورنو مشرانو په شيلوه کښې د زمونږ پلار په حضور کښې، د ملاقات د خيمې په دروازه کښې په قرعه وويشل. نو هغوئ د ملک ويشل خلاص کړل.