چاپ شوی
کتاب

هغه اور چې هيڅوک يې قابو کولے نۀ شى

ښوونکي له سخت قضاوت سره مخ دي، او لامل يې ژبه ده: سکان، سپرغۍ، داسې زهر چې هیڅوک يې رام نه شي کولی. همدا يوه خوله زموږ پلار ته برکت وايي او هغو خلکو ته ښېرا کوي چې د هغه په څېر جوړ شوي. ريښتينی حکمت په سوله ييز او مهربان چلند کې ښکاري، نه په ترخه لېوالتيا کې.

څپرکی 3.

اے زما وروڼو او خويندو، په تاسو کښې دې ډېر خلق اُستاذان نۀ جوړيږى، ځکه چې مونږ اُستاذانو ته به سخته محاسبه کيږى. ځکه چې مونږ ټول په ډېرو خبرو کښې تېروتنه کوو. کۀ څوک چې په خبرو کښې هيڅکله تېروتنه ونۀ کړى، نو هغه کامل سړے دے چې خپل ټول بدن هم قابو کولے شى. کۀ مونږ د آسونو په خولو کښې لغام ورکوو چې مونږ ته تابعدارى وکړى، نو مونږ د هغوئ ټول بدنونه هم چلوو. بيا په بيړو هم غور وکړئ چې که څۀ هم هغه لويې وى او د تېزو هواګانو په زور روانې وى، خو يو وړوکے پتوار يې هغه خوا ته چلوى چرته چې ناخُدا غواړى. همدغه شان ژبه د بدن يوه وړه برخه ده، خو د لويو شيانو لاف وهى. وګورئ چې يو وړوکے اور څومره لوئے ځنګل سوزوى! ژبه يو اور دے، د شرارت يوه دُنيا ده چې زمونږ د بدن په برخو کښې اېښودلے شوے ده. دا ټول بدن ګنداروى، د ژوند ټول دوران سوزوى او پخپله د دوزخ په اور سوزولے کيږى. a a v6 جهنم د يروشلم د باندې د حنوم دره وه، هغه ځائ چې خاشاک به پکښې سوزولے کېدو او د آخرى عدالت يوه نښه شوه — دلته، پخپله دوزخ. د هر قسم ځناور، مرغان، ښوئېدونکى ژوى او د سمندر مخلوق د اِنسان په وسيله رام کولے کيږى او رام کړے شوى دى، خو هيڅ اِنسان ژبه رام کولے نۀ شى. دا يو بې‌آرامه بدى ده چې د مرګونى زهرو نه ډکه ده. په دې سره مونږ د خپل پلار ثنا کوو او په دې سره هغه خلق لعنتوو چې د زمونږ د پلار په شکل پېدا کړے شوى دى. د هغې يوې خولې نه ثنا او لعنت دواړه راوځى. اے زما وروڼو او خويندو، داسې نۀ ښائى چې داسې وشى. آيا يو چينه د يوې سورى نه خوږې او تروې اوبه دواړه راوباسى؟ اے وروڼو او خويندو، آيا د اَنځر ونه زيتون نيولے شى، يا د انګورو ونه اَنځر؟ همدغه شان مالګينه چينه خوږې اوبه نۀ شى راکولے.

هغه حکمت چې د پاسه راځى

په تاسو کښې څوک عقلمند او پوه دے؟ هغه دې خپل عملونه د ښۀ چال چلن په وسيله وښائى، د حکمت په عاجزۍ سره. خو کۀ ستاسو زړۀ د تروو حسد او خوداروزۍ نه ډک وى، نو لاف مۀ وهئ او د حق خلاف دروغ مۀ وايئ. دا هغه حکمت نۀ دے چې د پاسه راکوزيږى، بلکې دا ځمکنے، نفسانى او شيطانى دے. ځکه چې چرته چې حسد او خوداروزى وى، نو هلته به بې‌نظمى او هر قسم بد عمل وى. هغه حکمت چې د پاسه راځى، لومړے پاک دے، بيا د سلامتۍ مينه وال، نرم، خوشحاله کوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې‌طرفه او صادق دے. او د صداقت فصل د سلامتۍ سره د هغه چا په وسيله کرلے کيږى چې سلامتى جوړوى.