زمکه ويجاړه شوه
زموږ پلار ځمکه لوڅوي؛ قضاوت پر ټولو یو شان راځي — کاهن او خلک، پور ورکوونکی او پور اخیستونکی — ځکه چې ابدي تړون مات شو. موسیقي درېږي، دروازه په کنډواله بدلېږي، ځمکه د نشه یي په څېر ټکني خوري. سندرې له لرې څنډو پورته کېږي، خو پیغمبر وایي چې هغه ویلې کېږي.
24 1ګوره، زمونږ پلار زمکه ويجاړوى او خالى يې پرېږدى، د هغې مخ اړوى او اوسېدونکى يې خواره واره کوى. 2لکه څنګه چې د عام خلقو سره، هم هغه شان به د اِمام سره وى، لکه څنګه چې د نوکر سره، هم هغه شان به د مالِک سره وى، لکه څنګه چې د وينځې سره، هم هغه شان به د بى بى سره وى، لکه څنګه چې د اخستونکى سره، هم هغه شان به د خرڅوونکى سره وى، لکه څنګه چې د پور ورکوونکى سره، هم هغه شان به د پور اخستونکى سره وى، لکه څنګه چې د قرض ورکوونکى سره، هم هغه شان به د قرضدار سره وى. 3زمکه به پوره پوره ويجاړه شى او پوره پوره به لوټ شى، ځکه چې زمونږ پلار دا خبره فرمائيلې ده.
4زمکه ماتم کوى او وچيږى، دُنيا کمزورې کيږى او وچيږى، د زمکې لوئ خلق کمزورى کيږى. 5زمکه د خپلو اوسېدونکو لاندې ناپاکه پرته ده، ځکه چې هغوئ د ښوونو نافرمانى کړې ده، حُکم يې مات کړے دے او ابدى لوظ يې پرېکړے دے. 6نو ځکه لعنت زمکه خوړلې ده، او کوم چې پکښې اوسيږى هغوئ د خپلې ګناه بار اوچتوى، نو ځکه د زمکې اوسېدونکى سوزيږى او لږ خلق پاتې کيږى. 7نوے شراب ماتم کوى، انګور کمزورے کيږى، ټول خوشحالى کوونکى آه کاږى. 8د دپونو خوشحالى ختمه شوه، د عيش کوونکو شور تم شو، د ستار خوشحالى ختمه شوه. 9نور هغوئ د نغمو سره شراب نۀ څښى، تکړه څښل څښونکو ته تريخ شى. 10د ګډوډۍ ښار مات شو، هر کور بند دے، د ننه تلو لار نشته. 11په کوڅو کښې د شرابو دپاره چغې دى، ټوله خوشحالى تياره شوه، د زمکې خوشحالى شړلے شوه. 12په ښار کښې يواځې ويجاړتيا پاتې ده، دروازه ټوټه ټوټه ويجاړه شوه. 13ځکه چې په ټوله زمکه کښې، د قومونو په مينځ کښې به داسې وى، لکه د زيتون ونه چې ووهلے شى، لکه هغه انګور چې د فصل د راټولولو نه پس پاتې شى. a a v13 د زيتون د ونو فصل به د ښاخونو په وهلو سره راټولولے، تل به صرف څو خواره زيتون پاتې کېدل، چې د ژوندى پاتې شوى وړوکى ټولى عکس وړاندې کوى.
14هغوئ خپل آوازونه اوچتوى، د خوشحالۍ نغمې وائى، د زمونږ پلار د لوئۍ دپاره د لويديځ نه چغې وهى. 15نو ځکه په ختيځ کښې زمونږ پلار ته لوئى ورکوئ، د سمندر په غاړو، د اِسرائيل د خُدائ پاک، زمونږ د پلار نوم جلال کوئ. 16د زمکې له څنډو نه مونږ نغمې اورو چې، ”صادق ته دې لوئى وى!“ خو ما ووئيل، ”زۀ خوارېږم، زۀ خوارېږم، په ما افسوس دے! دوکه بازان دوکه کوى، په دوکه سره دوکه بازان دوکه کوى.“
17اے د زمکې اوسېدونکو، وېره، کنده او جال په تاسو باندې دى! 18څوک چې د وېرې د آواز نه تښتى هغه به په کنده کښې ولوېږى، او څوک چې د کندې نه راووځى هغه به په جال کښې ونيولے شى. ځکه چې د آسمان کړکۍ پرانستلے شوې دى، او د زمکې بنياد لړزيږى. 19زمکه پوره پوره وشلېده، زمکه څيرې شوه، زمکه په زور سره وخوځېده. 20زمکه د نشه بازه په شان ګنډګيږى، لکه د جونګړې په شان ښورېږى، د هغې سرکشى په هغې باندې درنه پرته ده، او هغه لوېږى او بيا به نۀ پاڅيږى.
21په هغه ورځ به زمونږ پلار سزا ورکوى په اوچتو کښې د اوچتو لښکر ته، او په زمکه باندې د زمکې بادشاهانو ته. 22هغوئ به لکه د بنديانو په شان په يوه کنده کښې راټول کړے شى، په قيدخانه کښې به بند کړے شى، او د ډېرو ورځو نه پس به هغوئ ته سزا ورکړے شى. 23بيا به سپوږمۍ شرمنده شى او لمر به رُسوا شى، ځکه چې د آسمان د لښکرو پلار د صيون په غر او په يروشلم کښې بادشاهى کوى، او د خپلو مشرانو په مخکښې د هغۀ لوئى ځلېږى.