هر څوک پلار ته جوابده دے
هغه متل چې ماشومان د خپلو والدینو د تروو انګورو له امله ملامتوي، نور نه ویل کېږي. هر ژوند پر خپل ځای ولاړ دی: یو بدکار سړی چې وګرځي ژوندی پاتې کېږي، یو صادق سړی چې وګرځي مري. زموږ پلار ټینګار کوي چې د هېچا له مرګه خوښ نه دی. هغه وايي، وګرځئ او ژوندي پاتې شئ.
18 1د زمونږ پلار کلام ما ته راغلو چې،
2”تاسو د اِسرائيل د مُلک په حقله دا متل ولې بيا بيا وايئ چې، ’مور او پلار تروې انګور وخوړل، او د بچو غاښونه تريو شول‘؟“
3”زۀ په خپل ژوند قسم خورم، مالِک پلار فرمائى، چې تاسو به نور په اِسرائيل کښې دا متل نۀ وايئ. 4’هر ژوند زما دے، د مور او پلار ژوند او د بچى ژوند دواړه زما دى. څوک چې ګناه کوى، هم هغه به مرى. 5فرض کړئ چې يو سړے صادق وى او انصاف او صداقت کوى. 6هغه د غرونو په عبادت ګاهونو کښې خوراک نۀ کوى او نۀ د اِسرائيل د کور بتانو ته ګورى. هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا نۀ کوى او نۀ د ښځې سره د هغې د حېض په ورځو کښې ملاسته کوى. 7هغه په هيچا ظلم نۀ کوى، بلکې هغه ګروى چې د پور دپاره يې اخستے وى واپس ورکوى. هغه غلا نۀ کوى، بلکې خپله ډوډۍ وږو ته ورکوى او بربنډ په کپړو پټوى. 8هغه په سود پور نۀ ورکوى او نۀ زياتے اخلى، بلکې د بدۍ نه ځان ساتى او د يو سړى او بل سړى په مينځ کښې په انصاف فيصله کوى.‘ 9هغه زما په حُکمونو عمل کوى او زما قانونونه په وفادارۍ سره ساتى. دغه سړے صادق دے؛ هغه به خامخا ژوندے وى، مالِک پلار فرمائى.
10”فرض کړئ چې د هغۀ يو ظالم زوئ وى چې وينه تويوى يا د دې نورو کارونو نه کوم يو کوى. 11(اګر چې پلار يې د دې نه هيڅ يو نۀ وو کړے): هغه د غرونو په عبادت ګاهونو کښې خوراک کوى، د خپل ګاونډى ښځه ناپاکوى، 12په غريبانو او محتاجانو ظلم کوى، غلا کوى، څۀ چې يې ګروى اخستى وى هغه واپس نۀ ورکوى، بتانو ته ګورى، او نفرت انګېز کارونه کوى. 13هغه په سود پور ورکوى او نفعه اخلى. آيا داسې سړے به ژوندے وى؟ هرګز نه! ځکه چې هغۀ دا ټول نفرت انګېز کارونه کړى دى، هغه به خامخا وژلے شى، او د هغۀ وينه به د هغۀ په خپل سر وى.
14”خو فرض کړئ چې د دغه زوئ يو زوئ وى چې د خپل پلار ټولې ګناهونه ويني، او د ليدو نه پس يې هيڅ يوه نۀ کوى: 15هغه د غرونو په عبادت ګاهونو کښې خوراک نۀ کوى او نۀ د اِسرائيل د کور بتانو ته ګورى. هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا نۀ کوى. 16هغه په هيچا ظلم نۀ کوى او د پور دپاره ګروى نۀ اخلى. هغه غلا نۀ کوى، بلکې خپله ډوډۍ وږو ته ورکوى او بربنډ په کپړو پټوى. 17هغه د بدۍ نه ځان ساتى او نۀ سود او نۀ نفعه اخلى. هغه زما قانونونه ساتى او زما په حُکمونو عمل کوى. هغه به د خپل پلار د ګناه په سبب نۀ مرى؛ هغه به خامخا ژوندے وى.
18”خو د هغۀ پلار به د خپلې ګناه په سبب مرى، ځکه چې هغۀ زور زياتے وکړو، د خپل ورور مال يې ولوټو، او د خپلو خلقو په مينځ کښې يې بدى وکړله.
19”بيا هم تاسو پوښتنه کوئ چې، ’زوئ د خپل پلار د ګناه بار ولې نۀ اوچتوى؟‘ ځکه چې زوئ انصاف او صداقت کړے دے او زما ټول حُکمونه يې په احتياط سره ساتلى دى، نو هغه به خامخا ژوندے وى. 20څوک چې ګناه کوى هم هغه به مرى. زوئ به د خپل پلار د ګناه بار نۀ اوچتوى، او نۀ به پلار د خپل زوئ. د صادق سړى نيکى به په هم هغۀ باندې وى، او د بدکار سړى بدى به په هم هغۀ باندې وى.
21”خو کۀ بدکار سړے د خپلو ټولو ګناهونو نه راوګرځى، زما ټول حُکمونه وساتى، او انصاف او صداقت وکړى، نو هغه به خامخا ژوندے وى، نۀ به مرى. 22د هغه ټولې بدۍ چې هغۀ کړې وى د هغۀ خلاف به يادې نۀ شى؛ د هغه صداقت په سبب چې هغۀ کړے دے، هغه به ژوندے وى.‘ 23مالِک پلار فرمائى، آيا زۀ د بدکار په مرګ خوشحالېږم؟ آيا زۀ دا نۀ غواړم چې هغه د خپلو لارو نه راوګرځى او ژوندے پاتې شى؟ a a v23 زمونږ پلار د هيچا په تباهۍ خوشحاله نۀ کيږى. د هغۀ تر ټولو لويه ارزو دا ده چې څوک چې بې لارې شوے وى، هغه واپس راوګرځى او کور ته د ژوند دپاره راشى.
24”خو کۀ صادق سړے د خپل صداقت نه راوګرځى، ګناه وکړى، او هم هغه نفرت انګېز کارونه وکړى چې بدکاران يې کوى، نو آيا هغه به ژوندے وى؟ د هغۀ د صداقت هيڅ يو کار به ياد نۀ شى. د خپلې بې وفائۍ او د خپلو ګناهونو په سبب به هغه مرى.
25”بيا هم تاسو وايئ چې، ’د زمونږ پلار لار انصاف نۀ لرى.‘ اے د اِسرائيل کورنۍ، واورئ: آيا زما لار بې انصافه ده؟ آيا ستاسو لارې نۀ دى چې بې انصافه دى؟ 26کۀ صادق سړے د خپل صداقت نه راوګرځى او بدى وکړى، نو هغه به د دې په سبب مرى؛ د هغه بدۍ په سبب چې هغۀ کړې ده، هغه به مرى. 27خو کۀ بدکار سړے د خپلې بدۍ نه چې هغۀ کړې وى راوګرځى او انصاف او صداقت وکړى، نو هغه به خپل ژوند بچ کړى. 28ځکه چې هغۀ د خپلو ټولو ګناهونو غور وکړو او د هغو نه راوګرځېدو، نو هغه به خامخا ژوندے وى، نۀ به مرى. 29بيا هم د اِسرائيل کورنۍ وائى چې، ’د زمونږ پلار لار انصاف نۀ لرى.‘ اے د اِسرائيل کورنۍ، آيا زما لارې بې انصافه دى؟ آيا ستاسو لارې نۀ دى چې بې انصافه دى؟‘
30”نو مالِک پلار فرمائى، اے د اِسرائيل کورنۍ، زۀ به په تاسو هر يو د هغۀ د خپلو لارو مطابق فيصله وکړم. توبه وباسئ! د خپلو ټولو ګناهونو نه راوګرځئ، چې ګناه ستاسو د تباهۍ سبب نۀ شى. 31ټولې ګناهونه چې تاسو کړې دى لرې کړئ؛ ځان له نوے زړۀ او نوے روح جوړ کړئ. اے د اِسرائيل کورنۍ، تاسو ولې مرئ؟ 32مالِک پلار فرمائى، ځکه چې زۀ د هيچا په مرګ خوشحاله نۀ کيږم. نو راوګرځئ، او ژوندى اوسئ!“‘