چاپ شوی
کتاب

د پلار هدايتونه

د کال په لومړۍ ورځ هر څه ودرول کېږي، مسح کېږي او خپل ځای ته ایښودل کېږي، هارون او زامن یې مینځل کېږي او جامې ورته اغوستل کېږي. بیا ورېځ خیمه پوښي او زموږ د پلار جلال یې داسې ډکوي چې موسیٰ ننوتلی نه شي. له دې وروسته، ورېځ پرېکړه کوي چې دوی کله حرکت وکړي.

څپرکی 40.

بيا زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې،

”د اول مياشتې په اوله ورځ خېمه، يعنې د ملاقات خېمه، ودروه. د شاهدۍ صندوق په هغې کښې کېږده او صندوق په پردې سره پټ کړه. مېز دننه راوړه، د هغۀ سامان برابر کړه، چراغدان دننه راوړه او د هغۀ ډيوې بل کړه. د سرو زرو د خوشبوئى قربان‌ګاه د شاهدۍ د صندوق په وړاندې کېږده او د خېمې په دروازه باندې پردۀ راوويشته. د سوزولو د قربانۍ قربان‌ګاه د خېمې، يعنې د ملاقات د خېمې، د دروازې په وړاندې کېږده، او لګن د ملاقات د خېمې او قربان‌ګاه په مينځ کښې کېږده او اوبۀ په کښې واچوه. چاره ګېرچاپېره ودروه او د چارې په دروازه باندې پردۀ راوويشته.

”د مسح تېل واخله او خېمه او هر څۀ چې په کښې دى مسح کړه؛ هغه او د هغې ټول سامان وقف کړه، نو هغه به پاکه شى. د سوزولو د قربانۍ قربان‌ګاه او د هغۀ ټول سامان مسح کړه؛ قربان‌ګاه وقف کړه، نو قربان‌ګاه به تر ټولو پاکه شى. لګن او د هغۀ تهداب مسح کړه او وقف يې کړه.

”بيا هارون او د هغۀ زامن د ملاقات د خېمې دروازې ته راوله او په اوبو سره يې ووينځه. هارون ته پاک جامې واغونده، مسح يې کړه او وقف يې کړه، چې زما عبادت د اِمام په حېث وکړى. د هغۀ زامن راوله؛ قميصونه ورته واغونده. هغوئ داسې مسح کړه لکه څنګه چې تا د هغوئ پلار مسح کړو، چې زما عبادت د اِمامانو په حېث وکړى. د هغوئ مسح کول هغوئ ته د ټولو پيړو دپاره د تل دپاره د اِمامت حق ورکوى.“

موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې زمونږ پلار هغۀ ته حُکم ورکړے وو. د دوېم کال په اوله مياشت کښې، د مياشتې په اوله ورځ، خېمه ودرولے شوه. موسىٰ خېمه ودروله: د هغې تهدابونه يې کېښودل، د هغې چوکاټونه يې ودرول، د هغې کړکۍ يې کېښودې او د هغې ستنې يې ودرولې. هغۀ خېمه د خېمې پر سر خوره کړه او د هغې پوښ يې پر هغې کېښودو، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم ورکړے وو. هغۀ شاهدى واخسته، په صندوق کښې يې کېښوده، په صندوق باندې يې ستنې ولګولې او سرپوښ يې د صندوق پر سر کېښودو. هغۀ صندوق خېمې ته دننه راوړو، پټوونکې پرده يې راوويشته او د شاهدۍ صندوق يې پټ کړو، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم ورکړو. هغۀ مېز د ملاقات په خېمه کښې، د خېمې په شمالى اړخ، د پردې نه بهر کېښودو، او ډوډۍ يې پر هغې د زمونږ پلار په وړاندې برابره کړه، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم ورکړے وو. هغۀ چراغدان د ملاقات په خېمه کښې، د مېز په مقابل کښې، د خېمې په جنوبى اړخ کېښودو، او ډيوې يې د زمونږ پلار په وړاندې ودرولې، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم ورکړے وو. هغۀ د سرو زرو قربان‌ګاه د ملاقات په خېمه کښې د پردې په وړاندې کېښودله، او خوشبوئى يې پر هغې وسوزوله، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم ورکړے وو. بيا هغۀ د خېمې په دروازه باندې پردۀ راوويشته. هغۀ د سوزولو د قربانۍ قربان‌ګاه د خېمې، يعنې د ملاقات د خېمې، په دروازه کېښودله او پر هغې يې د سوزولو قربانى او د دانو قربانى وړاندې کړه، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم ورکړو. هغۀ لګن د ملاقات د خېمې او قربان‌ګاه په مينځ کښې کېښودو او د وينځلو دپاره يې اوبۀ په کښې واچولې، او په هغو سره موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه او پښې ووينځلې. کله چې به هغوئ د ملاقات خېمې ته ننوتل يا قربان‌ګاه ته نژدې شول، نو هغوئ به ووينځل، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم ورکړو. هغۀ چاره د خېمې او قربان‌ګاه ګېرچاپېره ودروله او د چارې په دروازه باندې پردۀ راوويشته. نو موسىٰ کار پوره کړو.

د هغۀ جلال خېمه ډکوى

بيا ورېځ د ملاقات خېمه پټه کړه او د زمونږ پلار جلال خېمه ډکه کړه. موسىٰ د ملاقات خېمې ته ننوتلے نۀ شو، ځکه چې ورېځ پر هغې کېناسته او د زمونږ پلار جلال خېمه ډکه کړه. کله به چې ورېځ د خېمې د سره پورته شوه، نو بنى اِسرائيلو به د خپل سفر هرې مرحلې ته رهى شول؛ خو کۀ ورېځ به پورته نۀ شوه، نو هغوئ به تر هغې ورځې پورې رهى نۀ شول چې کله به هغه پورته شوه. ځکه چې د زمونږ پلار ورېځ به د ورځې خېمه پټوله، او د شپې به په هغې کښې اور وو، چې د اِسرائيل ټول کور ته د هغوئ په ټولو سفرونو کښې ښکارېده.