چاپ شوی
کتاب

موسىٰ او اِسرائيل سندره وايى

موسیٰ او اسرائيل د هغه څه سندره وايي چې همدا اوس پېښ شول — اس او سپور په سمندر کې وغورځول شول، زموږ پلار یو جنګیالی دی چې ښی لاس یې دښمن ټوټې کوي او د تړون مینه یې خلاص شوي کور ته بیايي. درې ورځې وروسته اوبه نشته، او په ماره کې ترخه ډنډ خوږ کیږي.

څپرکی 15.

نو موسىٰ او بنى اِسرائيلو زمونږ پلار ته دا سندره ووئيله چې، زۀ به زمونږ پلار ته سندره وايم، ځکه چې هغۀ په لويه شان کاميابى ترلاسه کړه؛ آس او د هغۀ سور يې سمندر ته وغورزول. زمونږ پلار زما طاقت او زما سندره دے، او هغه زما خلاصون شوے دے؛ دا زما پلار دے، او زۀ به د هغۀ ثنا وايم، د خپل پلار خُدائ پاک، او زۀ به هغه سرلوړے کړم. زمونږ پلار جنګيالے دے؛ زمونږ پلار د هغۀ نوم دے. د فرعون رتهونه او د هغۀ لښکر يې سمندر ته وغورزول، او د هغۀ غوره شوى افسران په بحرِ قُلزم کښې ډوب شول. a a v4 عبرانى: يَم سوف، يعنې ”د نيو سمندر.“ ژورو اوبو هغوئ پټ کړل؛ هغوئ د کاڼى په شان ژورو ته ښکته لاړل. ستا ښى لاس، اے زمونږ پلاره، په طاقت کښې عظيم دے؛ ستا ښى لاس، اے زمونږ پلاره، دُښمن ماتوى. ستا د عظمت په لويوالى سره تۀ هغه کسان ړنګوې چې ستا خلاف پاڅيږى؛ تۀ خپل سوزونکے غضب رالېږې؛ هغه يې د بوسو په شان سوزوى. ستا د سا په زور سره اوبه راټولې شوې؛ بهېدونکې اوبه د ديوال په شان ودرېدې؛ ژورې اوبه د سمندر په زړۀ کښې کلکې شوې. دُښمن ووئيل چې، ”زۀ به پسې ورځم، زۀ به ورسېږم، زۀ به لوټ ووېشم؛ زۀ به پرې خپل زړۀ مړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم؛ زما لاس به هغوئ تباه کړى.“ تا په خپل باد پوکے وکړو؛ سمندر هغوئ پټ کړل؛ هغوئ د سيسې په شان په زورورو اوبو کښې ډوب شول. اے زمونږ پلاره، د معبودانو په مينځ کښې ستا په شان څوک دے؟ ستا په شان څوک دے، چې په پاکوالى کښې عظيم يې، چې په جلالى کارونو کښې هيبتناک يې، معجزې کوې؟ تا خپل ښى لاس وغزولو؛ زمکې هغوئ تېر کړل. تا په خپله مينه هغه قوم ته رهنمائى وکړه چې تا خلاصون ورکړے دے؛ تا هغوئ په خپل طاقت سره خپل پاک استوګنځائ ته بوتلل. قومونو واورېدل؛ هغوئ لړزيږى؛ د فلستين خلق غم ونيول. اوس د ادوم سردران وارخطا شول؛ د موآب مشران لړزه ونيول؛ د کنعان ټول اوسېدونکى ويلى شول. وېره او هيبت پرې راځى؛ ستا د بازو د لويوالى په سبب هغوئ د کاڼى په شان بې حرکته دى، تر دې چې ستا قوم تېر شى، اے زمونږ پلاره، تر دې چې هغه قوم تېر شى چې تا اخيستے دے. تۀ به هغوئ دننه راولې او کېنوې به يې د خپل ميراث په غرۀ باندې، هغه ځائ، اے زمونږ پلاره، چې تا د خپلې استوګنې دپاره جوړ کړو، هغه مقدس ځائ، اے حاکِمه پلاره، چې ستا لاسونو قائم کړو. زمونږ پلار به تل تر تله بادشاهى کوى.

کله چې د فرعون آسونه، رتهونه او سواران سمندر ته ننوتل، نو زمونږ پلار د سمندر اوبه بيا پرې راوګرځولې — خو بنى اِسرائيل د سمندر په مينځ کښې په وچه زمکه روان شول. مريم نبيې، چې د هارون خور وه، په خپل لاس کښې ډول ونيولو، او ټولې ښځې د ډولونو سره نڅا کوونکې د هغې پسې روانې شوې. مريم هغوئ ته سندره ووئيله، ”زمونږ پلار ته سندره ووايئ — هغۀ په لويه شان کاميابى ترلاسه کړه؛ آس او سور يې سمندر ته وغورزول.“

بيابان ته

موسىٰ بنى اِسرائيل د بحرِ قُلزم نه د شور بيابان ته بوتلل؛ هغوئ درې ورځې په هغه بيابان کښې سفر وکړو، خو اوبه يې ونۀ موندلې. هغوئ ماره ته راغلل، خو هغوئ اوبه نۀ شوې څښلے — ځکه چې هغه تروې وې. نو د دې نوم ماره کېښودے شو. نو قوم د موسىٰ خلاف ګيله وکړه او ووئيل چې، ”مونږ به څۀ وڅښو؟“ هغۀ زمونږ پلار ته فرياد وکړو، نو زمونږ پلار هغۀ ته د لرګى يوه ټوټه وښوده؛ هغۀ هغه اوبو ته واچوله، او اوبه خوږې شوې. هلته زمونږ پلار هغوئ ته يو قانون او قاعده مقرر کړه، او هلته يې هغوئ وآزمائيل.

هغه وفرمائيل چې، ”کۀ تاسو په رښتيا د خپل پلار آواز ته غوږ ونيسئ، او د هغۀ په نظر کښې نيک کار وکړئ، د هغۀ حُکمونو ته پام وکړئ، او د هغۀ ټول قانونونه وساتئ، نو زۀ به په تاسو هغه هيڅ ناروغى رانۀ ولم چې ما په مِصر راوستلې، ځکه چې زۀ ستاسو هغه پلار يم چې تاسو روغوم.“ b b v26 د ماره د تروو اوبو په څنګ کښې، زمونږ پلار خپل ځان د هغه ذات په توګه څرګند کړو چې روغوى — تروخوالے يې خوږوالى ته واړولو او ځان يې د خپل قوم سره د هغوئ د روغوونکى په توګه وتاړلو.

هغوئ ايليم ته راغلل، چرته چې د اوبو دولس چينې او د کجورو اويا ونې وې، او هغوئ هلته د اوبو په څنګ کښې خېمې ولګولې.