يو بل آفت
یوازې یوه بلا پاتې ده. په نیمه شپه به په مصر کې هر اولنی مړ شي، له تخت څخه تر ژرندې پورې، او داسې چیغه به پورته شي چې مخکې یې ساری نه وي. خو یو سپی به هم پر اسرائيل ونه غرېږي — زموږ پلار توپیر څرګند کوي. موسیٰ په سخت غضب د فرعون له حضوره وځي.
11 1زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ به يو بل آفت په فرعون او په مصر باندې راولم. د دې نه پس به هغه تاسو له دلته نه بهر ولېږى؛ کله چې داسې وکړى، نو هغه به تاسو ټول بالکل وباسى. 2خلقو ته ووايه چې هر سړے دې له خپل ګاونډى نه او هره ښځه دې له خپلې ګاونډۍ نه د سپينو زرو او د سرو زرو شيان وغواړى.“
3زمونږ پلار د مصريانو په نظر کښې خلقو ته عزت ورکړو. سربېره پر دې، موسىٰ پخپله د مصر په مُلک کښې د فرعون د نوکرانو او خلقو په نظر کښې ډېر لوئ وو.
4موسىٰ ووئيل چې، ”زمونږ پلار داسې فرمائى چې، د نيمې شپې په شا و خوا کښې به زۀ د مصر په مينځ کښې تېر شم،
5”او د مصر په مُلک کښې به هر مشر بچے مړ شى، د فرعون د مشر زوئ نه چې په خپل تخت ناست دے بيا د هغې وينځې تر مشر بچى پورې چې د مېچن تر شا وى، او هر مشر څاروے. 6د مصر په ټول مُلک کښې به داسې لوئ ژړا و فرياد پورته شى چې داسې نۀ مخکښې کله شوے او نۀ به بيا کله وى. 7خو د اِسرائيل د خلقو نه به په هيچا باندې، نۀ په انسان او نۀ په څاروى، يو سپے هم خوله نۀ لګوى، دې دپاره چې تاسو پوه شئ چې زمونږ پلار د مصر او د اِسرائيل تر مينځ فرق کوى. 8ستا دا ټول نوکران به ما ته راکوز شى، زما په وړاندې به سجده وکړى او وايى به چې، ’لاړ شه، تۀ او هغه ټول خلق چې ستا پيروى کوى.‘ د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ بيا موسىٰ په سخت قهر کښې د فرعون نه بهر لاړو.
9زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”فرعون به ستا خبره وا نۀ ورى، دې دپاره چې زما معجزې د مصر په مُلک کښې زياتې شى.“
10موسىٰ او هارون د فرعون په وړاندې دا ټولې معجزې وکړې، خو زمونږ پلار د فرعون زړۀ سخت کړو، او هغۀ اِنکار وکړو چې د خپل مُلک نه اِسرائيليان ولېږى.