چاپ شوی
کتاب

قومونه ستا خلاف سازش کوى

يوه سندره. د آساف زبور.

يو ائتلاف — ادوم، موآب، عمون، آشور او نور — موافقه کړې چې د اسرائيل نوم بېخي محوه کړي. آسف هر يو په نوم يادوي، هغه ماتې غواړي چې پر مديان راغله، او بيا داسې شرم غواړي چې هغوی دې ته اړ کړي چې زموږ د پلار نوم ولټوي.

څپرکی 83.

اے زمونږ پلاره، چوپ مۀ شه؛ خاموش مۀ اوسه او ارام مۀ شه، اے زمونږ پلاره. ځکه ګوره، ستا دښمنان شور ماشور کوى؛ ستا نفرت کوونکو خپل سرونه پورته کړى دى. ستا د خلقو خلاف هغوئ په پټه سازش کوى؛ ستا د ګرانو خلاف هغوئ يو ځائ سر جوړوى. هغوئ وائى چې، ”راشئ، چې دا قوم له منځه يوسو؛ ترڅو د اِسرائيل نوم نور يادول نۀ شى.“ هغوئ په يوه خيال سازش کوى؛ ستا خلاف هغوئ لوظ کوى، د ادوم خيمې او اِسماعيليان، موآب او هاجريان، جبال او عمون او عماليق، فلستيه د صور د اوسېدونکو سره. اسوريه هم د هغوئ سره يو ځائ شوه؛ هغوئ د لوط د اولاد مضبوط لاس جوړ شوى دى.

له هغوئ سره هغه شان وکړه لکه چې له مديان سره دې کړى وُو، لکه له سيسرا او يابين سره د قيسون په سيند کښې، کوم چې په عين دور کښې هلاک شول او د زمکې دپاره سرے جوړ شول. د هغوئ معزز خلق لکه عوريب او زيب جوړ کړه، د هغوئ ټول سردران لکه زبح او ضلمنع، چا چې ووئيل چې، ”راځئ چې د ځان دپاره د خُدائ پاک څرګاهونه ونيسو.“ اے زما پلاره، هغوئ لکه څرخېدونکې دوړې جوړ کړه، لکه د باد په مخکښې بوس. لکه څنګه چې اور يو ځنګل سوزوى، لکه څنګه چې لمبه غرونه بلوى، هم هغه شان هغوئ په خپل طوفان سره وځغلوه او په خپله آندهۍ سره هغوئ وېره کړه. د هغوئ مخونه په شرم سره پټ کړه، ترڅو هغوئ ستا نوم ولټوى، اے زمونږ پلاره. هغوئ دې د تل دپاره شرمنده او پرېشانه شى؛ هغوئ دې په رُسوايۍ سره هلاک شى، ترڅو هغوئ پوهه شى چې يواځې تۀ، چې نوم دې زمونږ پلار دے، د ټولې زمکې باندې تر ټولو اوچت يې.