چاپ شوی
کتاب

هغه بيا ژوندے شو

ښځې خوشبويي راوړي، ګوري چې ډبره رغړول شوې ده او یو ځوان سړی وايي چې هغه راپاڅېدلی دی. هغوی په وېره تښتي او هېچا ته څه نه وايي. عيسىٰ مریم مجدلیه ته او نورو ته ښکاره کېږي چې شاګردان یې خبره نه مني، بیا یوولس تنه ټول مخلوق ته لېږي.

څپرکی 16.

کله چې سبت ختم شو، نو مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبودار شيان راواخستل چې هغه مسح کړى. د هفتې په اول ورځ، ډېر سحر وختى، نمر خاتو سره ئے، هغوئ قبر ته لاړې. هغوئ يو بل ته وئيل چې، ”زمونږ دپاره به د قبر د خولې نه دغه تيږه څوک ريبوى؟“ خو کله چې ئے وکتل، نو هغوئ وليدل چې هغه ډېره لويه تيږه مخکښے نه ريبل شوې وه.

هغوئ قبر ته ننوتلې او وئے ليدل چې يو ځوان سپينې جامې اغوستې او ښى لاس ته ناست دے. هغوئ ډېرې حېرانې شوې. هغۀ ورته ووئيل چې، ”مۀ يرېږئ. تاسو عيسىٰ ناصرى لټوئ، هغه چې په سولۍ ووهلے شو. هغه بيا ژوندے شوے دے، هغه دلته نشته. ګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې هغوئ هغه پروت کړے وو. خو ځئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته ووايئ چې، ’هغه ستاسو نه مخکښے ګليل ته ځى. تاسو به هغه هلته ووينئ، لکه چې هغۀ تاسو ته وئيلى وو.‘“

هغوئ ښځې رپېدلې او حېرانې وې، او د قبر نه وتښتېدې، او هيچا ته ئے هيڅ ونۀ وئيل، ځکه چې هغوئ وېرېدلې.

د هفتې په اول ورځ سحر وختى کله چې عيسىٰ بيا ژوندے شو، نو هغه اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو، هغه چې له دې نه ئے اوۀ بدروحونه شړلى وو. a a v9 تر ټولو زاړۀ نسخې د مرقوس انجيل په اتم آيت ختموى. ۹-۲۰ آيتونه په ډېرو وروستو نقلونو کښې موندلے شى او دلته چاپ شوى دى، لکه چې په ډېرو نوو انجيلونو کښې دى. هغې لاړه او هغو کسانو ته ئے خبر ورکړو چې د هغۀ سره وو، او چې ماتم او ژړا ئے کوله. کله چې هغوئ واورېدل چې عيسىٰ ژوندے دے او هغې ليدلے دے، نو هغوئ باور ونۀ کړو.

له دې نه پس عيسىٰ په بل شکل کښې د هغوئ د دوو کسانو مخې ته ښکاره شو چې کله هغوئ په بانډه کښې روان وو. هغوئ بېرته لاړل او نورو ته ئے خبر ورکړو، خو هغوئ د هغوئ هم باور ونۀ کړو.

وروستو عيسىٰ هغه يوولسو ته ښکاره شو چې کله هغوئ په ډوډۍ خوړلو ناست وو، او هغه ئے د بے ايمانۍ او د زړۀ د سختوالى په سبب ملامته کړل، ځکه چې هغوئ د هغه کسانو باور نۀ وو کړے چې هغه ئے بيا ژوندے شوے ليدلے وو.

هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”په ټوله دُنيا کښې لاړ شئ او ټول مخلوق ته زېرے ورسوئ. څوک چې ايمان راوړى او بپتسمه ترې واخلى، هغه به خلاصون مومى، خو څوک چې ايمان رانۀ وړى، هغه به مجرم ثابت کړے شى. او دا نښانونه به د هغه کسانو تابعدارى کوى چې ايمان راوړى: زما په نوم به هغوئ بدروحونه شړى، په نوو ژبو به خبرې کوى. هغوئ به ماران په لاسونو کښې اوچتوى، کۀ هغوئ قاتل زهر وڅکى، نو هغه به ورته نقصان ونۀ رسوى، هغوئ به ناروغانو باندې لاسونه ږدى، او هغوئ به روغ شى.“

کله چې مالِک عيسىٰ هغوئ ته خبرې وکړلې، نو هغه آسمان ته پورته کړے شو او د زمونږ پلار ښى لاس ته کښېناستو. b b v19 کله چې زوئ خپل کار پوره کړو، نو هغه بېرته د خپل پلار څنګ ته لاړو — هغه د عزت ځائ چې د هغۀ سره ئے شريکوى. هغوئ ووتل او هر چرته ئے تبليغ وکړو، او مالِک د هغوئ سره کار کوو او د هغه نښانونو په وسيله ئے چې ورسره وو، د هغۀ کلام ثابتولو.