هغه ورځ چې زمونږ پلار عمل کوى
په هغه یوه ورځ چې زموږ پلار عمل کوي دوه برخلیکونه دي: مغرور د ډنډر په څېر سوځي، او هغه کسان چې د هغه له نوم وېرېږي د هغو خوسکیو په څېر ټوپونه وهي او بهر ځي چې له غوجل څخه خوشې شوي وي. لومړی د الیاس ژمنه کېږي. هغه رالېږل کېږي چې د پلرونو زړونه بچو ته او د بچو زړونه پلرونو ته واړوي.
4 1وګورئ، يوه ورځ راروانه ده، چې د تنور په شان سوزيدونکې ده، کله چې به ټول مغرور او هر بدکار د بوسو په شان وى؛ هغه ورځ به هغوئ وسوزوى، آسمانى لښکرو پلار فرمائى، او نۀ به يې ريښه پاتې کيږى او نۀ ښاخ. 2خو تاسو دپاره چې زما د نوم نه يرېږئ، د صداقت لمر به راختى چې په وزرو کښې به يې شفا وى، او تاسو به داسې راووځئ لکه د غوجلې نه خوشحاله غوياني چې ټوپونه وهى. 3تاسو به بدکاران په پښو لاندې کړئ، ځکه چې هغه ورځ چې زۀ عمل کوم، هغوئ به ستاسو د پښو لاندې ايرې وى، آسمانى لښکرو پلار فرمائى.
4”زما د خادم موسىٰ هدايت په ياد وساتئ، هغه قانونونه او احکام چې ما ورته په حورب کښې د ټول اِسرائيل دپاره حُکم کړى وُو.
5وګورئ، د زمونږ پلار د لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې به زۀ تاسو ته اِلياس نبى راولېږم. a a v5 عيسىٰ يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے د هغه اِلياس په توګه وپېژندلو چې دلته يې وعده شوې وه، هغه چې راغلو ترڅو د هغۀ دپاره زړونه تيار کړى (متى ۱۱:۱۴؛ ۱۷:۱۰-۱۳). 6هغه به د پلرونو زړونه خپلو بچو ته وګرځوى او د بچو زړونه خپلو پلرونو ته، ترڅو زۀ رانۀشم او دا مُلک په بشپړ تباهۍ ونۀ وهم.“